په افغانستان کې په حسینی عاشورا کې د شیعه او سني مسلمانانو نه بیانیدونکی ځوږ او ولوله نندارې ته وړاندې شوي
د حضرت امام حسین علیه السلام او د هغه د وفادارو یارانو د شهادت د ویر او عزادارۍ دستورې د افغانستان په مختلفو ښارونو په جوماتونو،امامباړو او واټونو کې ترسره شوې او د افغانستان داهل تشیّع او اهل تسنن په لسګونو زره خلکو پکې ګډون درلود.
تسنیم خبری اژانس راپور ورکړی، دافغانستان په مختلفو ښارونو کې د شیعه او سني مسلمانانو پشمول د حضرت امام حسین علیه السلام لیوالو او مینه والو، په مرثیو، سینه زنئ ، ویناؤ او له خلکو سره په مرستو سره ، له حضرت اباعبدالله الحسین او د هغه بزرګوار له وفادارو ملګرو سره خپل عقیدت او لیوالتیا نندارې ته وړاندې کړه.
د وئيلو ده چې د محرم د شپو ورځو په تیره بیا د تاسوعا او عاشورا په شپو ورځو کې دستورې په بشپړ امنیت کې او د اهل تشیّع او اهل تسنن له خوا په همپالې فضا کې ترسره شوي دي.
په دغو شپو ورځو کې ویناوالو دمحرم د شپو ورځو د امنیت په تامینولو کې د افغانستان د اوسني حکومت او ولس په قدرونې سره ټينګار کړی دی چې حسیني مکتب د انسان او ټولنې جوړونه ده.
دیني عالمانو همداراز سږکال په افغانستان کې حسیني عاشورا د وحدت او یووالي او همپالنې یوه بیلګه وبلله.دوي همداراز ټينګار وکړ، نن سبا د فلسطین دمظلومو خلکو وینه تویول کیږی او ورباندې ډير ظلمونه او جنایتونه کیږي ، او دامام حسین(ع) پيروکار او مینه وال دې اجازت ورنکړي له دې زیاته د یوه مظلوم ملت وینه وبهیږي او باید د خپلو مظلومو خوئيندو او وروڼو د مظلومیّت چغې ته لبیک ووئيل شي.