د ننګرهار کانال شرکت پروژې ته په میلیاردونو افغانۍ زیان رسېدلی
(last modified Mon, 22 Jul 2024 07:17:18 GMT )
Jul 22, 2024 11:47 Asia/Kabul
  • د ننګرهار کانال شرکت پروژې ته په میلیاردونو افغانۍ زیان رسېدلی

په ننګرهار کې تیرې اونۍ توپان پر نورو سربېره د ننګرهار کانال شرکت پروژې ته هم میلیاردونه افغانۍزیان اړولی دی.

د یادې پروژې چارواکي وایي چې د دې زیان جبرانوال ډېر وخت او امکاناتو ته اړتیا لري.

د ننګرهار  کانال شرکت مشر مولوي غلام رحمن کاظم ویلي چې د تیرې اونۍ سخت باد اوباران چې توپاني بڼه یې درلوده تر ټوبو ډېر زیان د ننګرهار کانال شرکت چې د هیواد په کچه یو ښه مهمه او حیاتي پروژه ګڼل کېږي اړولی دی.

نوموړي ویلي چې د دې پروژې اړوند فارمونو کې تر درې زرو زیاتې د زیتونو حاصل ورکوونکې ونۍ چپه شوي او همدارنګه د مالټو باغونو ته چې حاصل ورکولو ته نږدې شوي وو زیان رسېدلی دی.

 مولوي کاظم وویل: که څه هم چې تر اوسه دکانال شرکت پروژې ته داوښتي زیان کچه نده معلومه شوې، خو پر وینا یې چې د ټولیز زیان کچه تر درې میلیارده افغانیو اټکلیدای شي.

دکانال شرکت پروژې مشر مولوي غلام رحمن کاظم وویل، دې پروژې ته اوښتې مالی زیان جبرانول ډېر وخت او پراخو امکاناتو ته اړتیا لري. نوموړي وویل: د خپلو شته وسایلو پر مټ یې د ویجاړو شویو باغونو د بیارغونې چاره پېل کړې ده.

د ننګرهار کانال شرکت پروژه چې تر نیمې پیړې ډېره موده وړاندې د پخواني شوروي په مالي او تخنیکي مرسته  د ننګرهار ولایت په درېیو ولسوالیوکې په زرګونه هکټاره ځمکه جوړ شوې، چې د هېواد د اقتصاد پیاوړتیا کې پر مهمه ونډه ترسره کولو  سربېره د دې سیمې د تاوده اقلیم په بدلون کې هم مهم رول لوبوي.

ټیګونه