نن يکشنبه د افغانستان په يو شمېر ولايتونو کې د ورښتونو اټکل شوی
(last modified Sun, 28 Jul 2024 01:59:04 GMT )
Jul 28, 2024 06:29 Asia/Kabul
  • نن يکشنبه د افغانستان په يو شمېر ولايتونو کې د ورښتونو اټکل شوی

د سرپرست حکومت د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ادارې د افغانستان په شپږو ولایتونو کې د سختو بارانونو د ورېدو او د سېلابونو د بهېدو اټکل کړی دی.

دې ادارې پرون شنبې د (جولای ۲۷مه) پر خپلې وېب‌پاڼې لیکلي چې، نن یکشنبې په نورستان، کونړ، ننګرهار، پکتیا، خوست او پکتیکا ولایتونو کې د بارانونو، سېلابونو او تېزو بادونو د پېښېدو اټکل شوی دی.

په افغانستان کې په وروستیو دوو اوونیو کې سختو بارانونو او سېلابونو نژدې ۷۱ کسان مړه او په سلګونه نورو ټپیان کړي.

افغانستان چې د اقلیمي بدلون له زیانګالو هېوادونو څخه بلل کېږي، په وروستیو څو میاشتو کې د سختو ورښتونو او سېلابونو شاهد دی، چې له امله یې په بېلابېلو ولایتونو کې سلګونه کسانو ته مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.

ټیګونه