یو چینايي سوداګر په افغانستان کې د سولري تختو په تولید کې پانګونه کوي
Jul 28, 2024 06:32 Asia/Kabul
یو چینایي سوداګر غواړي چې په افغانستان کې د سولرو د تولید په برخه کې ۴۰ میلیونه ډالره پانګونه وکړي.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي چې د شيیه په نوم پانګوال په دې پانګونې سره به په افغانستان کې ۱۰۰۰تنو ته کاري زمینه هم برابره شي.
د یاد وزارت چارواکو شيیه ته د هر ډول مرستې ډاډ ورکړی او زیاته کړې یې ده، چې د سرپرست حکومت رهبري په افغانستان د صنعت ودې او پراختیا ته ژمنه ده.
بلخوا د برېښنا برخې پوهان بیا سولري یا لمریزه برښنا یوه پاکه او د نظر وړ او پایداره سرچینه بولي، چې د برښنا لګښتونه راکموي او له چاپېریال ساتنې سره د مرستې ترڅنګ، په بېلابېلوځایونو کې یي لګول اسانه او د امکان وړ دي.