په اروپايي هېوادونو کې د افغانستان د استازولیو قونسلي خدمتونه غیر قانوني بلل شوي
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت په اروپايي هېوادونو کې د خپلو استازولیو قونسلي خدمتونه غیر قانوني اعلان کړل.
د یاد وزارت وياند حافظ ضياء احمد تکل وايي، د دغه استازولیو چارې له مرکز سره له همغږۍ پرته روانې دي او هېڅ ډول اصول نه مني.
د ښاغلي تکل د معلوماتو له مخې، په شاوخوا ۱۴ سیاسي استازولیو کې هېڅ راز اسناد او قونسلي خدمات د منلو نه وړ دي:
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې له دې وروسته په اروپا کې د دغه افغان استازوليو د کړنو مسئولیت په غاړه نه اخلي.
د بهرنيو چارو وزارت په يادو هېوادونو کې له افغان اتباعو غوښتي، چې د قونسلي خدمتونو د ترسره کولو لپاره دې په نورو هېوادونو کې افغان قونسلګريو ته مراجعه وکړي.
د یادولو وړ ده چې د سرپرست حکومت له واکمنۍ وروسته په ځینو هېوادونو کې یو شمېر سیاسي نمایندګیو د بهرنیو چارو له وزارت سره له همغږۍ پرته، په خپلسري ډول خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړی دی.