طالبانو پر لبنان د اسرائیلو وروستي بریدونه غندلي
(last modified Wed, 25 Sep 2024 02:38:29 GMT )
Sep 25, 2024 07:08 Asia/Kabul
  • طالبانو پر لبنان د اسرائیلو وروستي بریدونه غندلي

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په لبنان کې د صهیونیسټي رژیم وروستي بریدونه غندلي دي.

د نوموړي وزارت ویاند حافظ ضیااحمد تکل سه‌شنبه د وږي پر ۳مه په یوې خپرې کړې ویناپاڼه کې ویلي، د اسرائیلو له خوا پر لبنان وروستي بریدونه چې د ماشومانو او ښځو په ګډون یې سلګونه کسان په شهادت رسولي، په کلکو ټکو غندي.

تکل زیاته کړې چې په غزه کې د اسرائیلو له خوا «نسل وژنې» ته پر وخت د جدي ځواب نه ورکول، د دې لامل شوي چې په خبره یې، اسرائیل د ټولې سیمې امنیت له ګواښ سره مخ کړي.

په ویناپاڼه کې له نړیوالې ټولنې غوښتنه شوې چې باید بېړني مسئولانه ګامونه پورته کړي؛ څو په وینا یې، په لبنان په ځانګړې توګه په غزه کې د اسرائیلو د جنایتونو مخه ونیول شي او د ملکي وګړو خوندیتوب پکې ډاډمن شي.

که څه هم تراوسه طالبان په رسمیت نه دي پېژندل شوي؛ خو وخت ناوخت د نړیوالو پېښو پر وړاندې غبرګون ښيي.

ټیګونه