د مسکو غونډې ته د سرپرست حکومت بلل کېدل
(last modified Thu, 26 Sep 2024 12:58:47 GMT )
Sep 26, 2024 17:28 Asia/Kabul
  • د مسکو غونډې ته د سرپرست حکومت بلل کېدل

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت مرستيال اندري رودينکو ويلي، چې د مسکو په نړيوالې ناستې کې به د کابل چارواکو ته د ګډون بلنه ورکړل شي. هغه همدارنګه ویلي چې د روسیې له خوا د ترهګرو ډلو له لېست څخه د طالبانو د نوم ایستل، د روسیې په قوانینو کې بدلون ته اړتیا لري.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال اندري رودینکو ویلي چې، د افغانستان په اړه د مسکو شپږمه غونډه به، د روان کال په اکتوبر میاشت کې جوړه شي.

هغه ویلي چې روسيه به په دغه غونډه کې سرپرست حکومت ته هم بلنه ورکړي. دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف تېره میاشت د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره په کتنه کې، هغه ته یې په دې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړه.

په کابل کې د روسیې سفیر همدارنګه ویلي وو چې روسیه له طالبانو سره اړیکو ته اهمیت ورکوي.

هغه ویلي وو چې: "موږ به په ټولو سيمه ايزو او نړيوالو غونډو کې چې د دغه هېواد په کوربه توب جوړېږي، افغان پلاوي ته د ګډون بلنه ورکړو."

سرپرست حکومت په وار وار پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې د افغانستان په اړه نړیوالو فورمونو کې، دې ډلې ته بلنه ورکړي.

د مسکو پخوانۍ غونډه د هند، ایران، قزاقستان، چین، قرغیزستان، پاکستان، ترکمنستان او ازبکستان د استازو په ګډون، د روسیې په کازان ښار کې جوړه شوې وه.

په همدې حال کې، دغه روسي چارواکي د سرپرست حکومت په رسمیت پېژندنې او د ترهګرو ډلو له لېست څخه د هغوی د ایستلو په تړاو ویلي چې د ترهګرو ډلو له لیست څخه د طالبانو د نوم ایستل به چټک نه وي، هغه ویلي چې دا کار د روسیې په قوانینو کې بدلون ته اړتیا لري.

د غبرګولې په میاشت کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ازبکستان ته له سفر څخه تر راستنېدو وروسته یوې خبري غونډې ته ویلي وو چې اوسنی سرپرست حکومت افغانستان کنټرولوي او د دغه هېواد د واک مرکز دی او روسیه اړه ده چې له دوی سره اړیکې جوړې کړي.

ټیګونه