د ایران توغندیز برید د صهیونیسټي رژیم د تېريو پر وړاندې یو مشروع ځواب دی
په قطر کې د سرپرست حکومت د سیاسي دفتر مرستیال محمد نعیم حنفي وردک، پر نیول شویو سیمو باندې د ایران توغندیزو بریدونو په غبرګون کې، دا اقدام په سیمه کې د صهیونیسټي رژیم د تېريو پر وړاندې یو مشروع ځواب ګڼلی دی.
هغه ویلي چې صهیونیسټي جنایتکار رژیم، د فلسطیني ماشومانو او ښځو په ګډون، د لسګونه زره بې ګناه کسانو قاتل دی او د لوېدیځ بشپړ ملاتړ له ځانه سره لري. حنفي وردک ټینګار کړی چې د سیمې د ټولو هېوادونو لپاره پکار ده چې، د صهیونیسټي رژیم پر وړاندې یوموټی شي.
د یادولو وړ ده چې د ایران د اسلامي انقلاب سپاه پاسدارانو، د تېرې چهار شنبې په شپه د « وعده صادق دوه» په نوم د توغندیزو عملیاتو په ترڅ کې، اشغال شوې سیمې په کابو دوه سوه بالسټیک توغندیو سره په نښه کړل. دغه عملیات د اسماعیل هنیه، سید حسن نصرالله او عباس نیلفروشان د شهادت په غبرګون کې ترسره شول.