روسیې ته د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو د وزیر سفر
(last modified Thu, 03 Oct 2024 11:07:24 GMT )
Oct 03, 2024 15:37 Asia/Kabul
  • روسیې ته د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو د وزیر سفر

د افغانستان په اړه د مسکو شپږمه غونډه د جمعې په ورځ جوړېږي. د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي، په دې غونډه کې د ګډون لپاره، روسیې ته تللی دی.

د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د مسکو په شپږمه غونډه کې د ګډون لپاره، د یوه پلاوي په مشرۍ روسیې ته تللی دی.

د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ویاند، حافظ ضیا احمد پرون په ایکس ټولنیزه پاڼه کې په یوه پوسټ کې ویلي چې، متقي به د دغې غونډې په څنډه کې د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره هم وګوري.  

تر دې مخکې امیر خان متقي په کابل کې د روسیې له سفیر دیمیتري ژیرنوف سره په لیدنه کې ویلي وو چې، دوی د مسکو ناستې په اړه مثبت نظر لري. هغه د مسکو راتلونکې غونډه، له روسیې او نورو هېوادونو سره د دوه اړخیزو اړیکو او سیمه ایزو مسایلو په اړه، د خبرو فرصت بللی وو.

له بلې خوا؛ د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي چې، د مسکو د شپږمې غونډې لومړیتوب، په افغانستان کې د ملي پخلاینې د بهیر پیاوړتیا، او له سرپرست حکومت سره په سیاسي، اقتصادي او له ترهګرۍ او نشه يي توکو سره د مبارزې په برخو کې، د سیمې د هېوادونو د اړیکو پراخول دي.

د نوموړي په خبره، دغه غونډه به د جمعې په ورځ په مسکو کې د روسیې، هند، چین، ایران، پاکستان، ازبکستان، قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان او ترکمنستان د استازو په ګډون سره، جوړه شي.

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياندې ویلي چې، دغه غونډه به د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف له لورې، پرانیستل شي.

د غونډې په پای کې به ګډونوال په یوه ګډه اعلامیه کې، د افغانستان د روان وضعیت په اړه خپل نظریات اعلان کړي.

د مسکو پنځمه غونډه د تېر لمریز کال په تلې میاشتې کې، د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو د وزیر په حضور سره، جوړه شوې وه.

ټیګونه