د افغانستان په اړه د مسکو شپږمه مشورتي غونډه نن پیل شوه
(last modified Fri, 04 Oct 2024 09:43:17 GMT )
Oct 04, 2024 14:13 Asia/Kabul
  • د افغانستان په اړه د مسکو شپږمه مشورتي غونډه نن پیل شوه

د افغانستان شپږم مشورتي غونډه د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د لوړپوړو استازو او د افغانستان د سرپرست حکومت د یوه پلاوي په ګډون په مسکو کې جوړه شوه.

دغه غونډه چې د روسيې د بهرنيو چارو وزير سرګي لاوروف په وينا پيل شوه، پکې د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو ايران، پاکستان، هند، چين، ازبکستان، تاجکستان، قزاقستان، ترکمنستان او قرغیزستان په ګډون، ځانګړي او استازي او ګډون لري.

د افغانستان په چارو کې د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي د ایران په استازیتوب د یوه پلاوي په مشرۍ په دغه مشورتي غونډه کې حضور لري.

د روسیې پلازمېنه د شپږم ځل لپاره په افغانستان کې د سولې او امنیت د ټینګښت په اړه د مشورتي ناستې کوربه دی.

د ایران، چین، پاکستان او روسیې د بهرنیو چارو وزیرانو په دې وروستیو کې په نیویارک کې، په خپله درېیمه څلور اړخیزه غونډه کې په افغانستان کې د امریکا او ناټو ویجاړوونکي رول ته په اشارې سره وویل: د ناټو غړي هېوادونه باید د افغانستان د اوسني وضعیت اصلي مسئولیت په غاړه واخلي. دوی باید سمدستي پر دغه هېواد یو اړخیز بندیزونه لیرې کړي او د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ دې د افغانانو د ګټو لپاره خوشي کړي.

ټیګونه