دافغانستان په فراه ولایت کې مخ پټی کسان دحالاتو دخرابولو هڅه کوی
ز مونږوخبریال راپورراکړ دافغانستان دفراه والی په یولړ څرګندونو کې وویل ، لکه څنګه دچابهار تجارتی بندر لاره له فراه ولایته تیریږی ، وسله وال مخ پټی کسان هڅه کوی دغه لاره ناکراره کړی څو دافغانستان دتجارت دودې اوپراختیا مخه ونیسی . هغه زیاته کړې د فراه ولایت اوسیدونکی ددغې لارې دامنیت دتامینولو لپاره له افغان امنیتی ځواک سره ملګرتیاکوی .
هغه زیاته کړې د فراه ولایت اوسیدونکی ددغې لارې دامنیت دتامینولو لپاره له افغان امنیتی ځواک سره ملګرتیاکوی .
دفراه والی زیاته کړې امنیتی ځواک په بشپړ تیارۍ سره له طالبانو ډلې اونورو وسله و الو سره مبارزه کوی .
همداراز د فراه ولایت دفتر په تیرو لسو روځو کې د دغه ولایت په شاوخوا بالابلوک اوپشترود ولسوالیو :ې دافغان امنیتی ځواک په ورو ستیو لسو ورځو عملیاتو کې د څه دپاسه دوه نیم سوه وسله والو طالبانو دمرګ ژوبلو خبر ورکړ چې په هغووژل شویو کسانو کې د طالبانو درې مشهور کمانډران هم ترسترګو کیږی
همداراز یو بل خبر ښئ دپاکستان په کراچۍ کې هم د دغه هیواد دامنیتی ځواک په پاکونکو عملیاتو کې په منګو پیر سیمې کې دافغانستان دطالبانوډلې درې لوړ پوړی طالبان نیولی دی او دهغوی له پټنځایه ئې دځان مرګو جیکټونه ، لاسی بمونه ، زیات شمیر چاودیدونکی توکی تمانچې او نورو مهمات او تجهیزات کشف اوضبط کړی دی .
دکراچۍ دپولیسو په وینا ، دافغانستان دغو طالب وګړو دپاکستان په وزیرستان قبایلی سیمو کې ټرینینګ کړی دی .