په افغانستان کې دطالبانو موضوع پوځی حل لاره نه لری
تسنیم خبری آژانس راپورورکړ په افغانستان کې دناټو اومریکائی ځواک ویندوی جنرال چارلز کلیولینډ ومنله له پوځی لارې له طالبانو سره چلند نشی کیدلی اوباید له دغې ډلې سره دخبرواترو له لارې مشکل حل شی .
جنرال کلیولینډ زیاته کړې ، ناټو دافغانستان دحکومت له دریځ سره په یوه خوله ده چې دطالبانو د موضوع دحل لپاره پوځی حل لاره وجود نه لری .
هغه همداراز دافغانستان په ننګرهار ولایت کې د داعش ډلې دشتون په باب هم وویل ، په ننګرهار ولایت کې پر دغې ترهه ګرې ډلې ډیر دباؤنه اچول شوی دی ، او په همدې دلیل داعش دفعالیتونو د دوام لپاره په یوې نوی سیمې پسې دی .
په دې باب د ناټو دویندوی څرګندونې چې دافغانستان دطالبانو موضوع حل پوځی حل لاره نه ده ، دافراط پالنې دکنټرولولو لپاره له پوځی آوزاره په استفادې کې د لودیځ دسټراټیژۍ د ناکامۍ ښودنه کوی . چې په بیلابیلو پلمو سره ئې په تیرو پنځلسو کلونو کې له دغې سټراټژۍ کار اخستی خو دجنګ ځپلی افغانستان لپاره ئې له کنډوالو ، افرا ط پالنې او نشه ایزو توکو زیاتیدا پرته بله نتیجه نه ده درلودلې .