د افغانستان په فراه ولایت کښې یو طالب قومندان ووژل شو
په فراه ولایت کښې د طالبانو او افغانستان امنیتی ځواکونو تر مینځ په نښته کښې درې طالبان ووژل شول.
د آوا خبری آژانس د راپور په اساس، په فراه ولایت کښې د افغانستان د پوځ ویاندوی نورالحق احمدی اعلان وکړ: په دغو وژل شویو کسانو کښې د طالب ډلې یو قومندان ملا اسماعیل هم شامل دی چې په حملو، بمی چاودنو او د خلکو په وژله کښې یې یو مهم رول درلود.
نورالحق احمدی زیاته کړه: د دغه نښتې په بهیر کښې چې د فراه ولایت په بالابلوک ولسوالۍ کښې وشوه، پینځه طالبان ټپیان هم شول.
په فراه ولایت کښې د افغانستان د پوځ ویاندوی همداراز له طالبانو سره په نښته کښې د یوه امنیتی ځواک د وژل کیدا او د دوو نورو د ټپی کیدا خبر هم ورکړ.
د دغه راپور په اساس، په دغه نښته کښې د طالبانو ګڼ شمیر وسلې او تجهیزات هم د افغانستان امنیتی ځواکونو لاس ته ورغلل.
بالابلوک ولسوالۍ د فراه ولایت له هغو ناامنو ولسوالیو څخه دی چې طالبان پکښې شتون او فعالیت لری.