د کابل هوائی ډګر بشپړه مسئولیت افغان حکومت ته وسپارل شو
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i37054-د_کابل_هوائی_ډګر_بشپړه_مسئولیت_افغان_حکومت_ته_وسپارل_شو
د کابل نړیوال هوائی ډګر مسئولیت په بشپړه توګه له نېټو ځواکونوڅخه افغان حکومت ته وسپارل شو.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jan 02, 2017 14:34 Asia/Kabul
  • د کابل هوائی ډګر بشپړه مسئولیت افغان حکومت ته وسپارل شو

د کابل نړیوال هوائی ډګر مسئولیت په بشپړه توګه له نېټو ځواکونوڅخه افغان حکومت ته وسپارل شو.

له کابله زمونږ د خبریال د رپوټ له مخې د افغانستان د هوانوردۍ  د خپلواکې ادارې عملیاتی مرستیال محمود شاه حبیبی وویل، افغان حکومت ته د وروستۍ برخې په توګه د کابل د نړیوال هوائی ډګر د هوا پېژندنې د برخې په حواله کېدو سره اوس د دغه هېوائی ډګر بشپړه مدیریت د افغانانو په غاړه دے.

هغۀ زیاته کړه له دې وروسته به لس افغان ځوانان ورځ او شپه د کابل د ډګر چارې چلوی.

حبیبی په کابل هوائی ډګر کښې د نېټو د ځواکونو د موقته او لنډې مودې شتون دوام د نېټو د ځینوفوځی ماموریتونو لپاره له دغه هوائی ډګر څخه د استفادې په وجه بیان کړ.

له دې مخکې د نېټو ځواکونو په افغانستان کښې د هوائی ډګرونو د امنیت د ټینګښت په نامه  د  اطفایې یا فائربریګېډ،د مراقبت د برج، د الوتونو امنیت او د فنی برخې په شمول د ګڼ شمېر برخو مسئولیت په غاړه لرۀ. ټاکلې شوې ده د قندهار، هرات او بلخ هوائی ډګرونو مسئولیت هم د دوه  زره شلم میلادی کال تر آخره پورې افغان حکومت ته وسپارل شی.