د روسیې له مخالفت سره سره حکمتیار کابل ته ورځی
د افغانستان اسلامی حزب وایی، که روسیه د بندیزونو له لېسته د حکمتیار د نوم له لیری کولو سره موافقه هم ونه کړی، حکمتیار به کابل ته ورشی.
د حکمتیار د اسلامی حزب مطبوعاتی مسوول محمد نادر افغان رسنیو ته وویل چې روسیه به د بندیزونو له لېسته د حکمتیار د نوم پر نه ایستل کېدا اصرار ونه کړی خو که یې بیا هم موافقه ونه کړه حکمتیار په هر حال کابل ته راځی.
روانه اوونۍ وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې په یوه راپور کې وویل، په امنیت شورا کې د روسیې استازی د حکمتیار پر ضد د بندیزونو د لېری کېدو په لار کې خنډونه جوړوی.
پرون د ولسمشر د سیاسی چارو سلاکار اکرم خپلواک هم په دې برخه کې د روسیې خنډونه تایید کړل خو ویې ویل چې د روسیې اندېښنې به لیری شی.
خپلواک د روسیې ترڅنګ د فرانسې یادونه هم وکړه خو ویې ویل چې د فرانسې ملاحظه وروسته له دې ختمه شوه چې ولسمشر غنی د دغه هیواد حکومت ته لیک واستاوه.
د حکمتیار مطبوعاتی مسوول ښاغلی افغان وایی، روسیه هم د ملګروملتو د بندیزونو له لېسته د حکمتیار د نوم له ایستلو سره مخالفه نه ده.
ده ادعا وکړه چې روسی چارواکو له اسلامی حزب سره تماس نیولی او ورته ویلی یې دی چې د بندیزونو په پای ته رسولو کې به د افغانستان له حکومت سره مرسته وکړی.
نادر افغان همداراز هیله څرګنده کړه چې د ګډ کمیسیون په مرسته به د افغانستان له جیلونو د اسلامی حزب ۴۰۰ بندیان ژر خوشی شی.َ