حکمتیار په ترکیې کښې معالجه کیږی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i40848-حکمتیار_په_ترکیې_کښې_معالجه_کیږی
ترکی رسنۍوویل: حکمتیار د ترکیې په یو روغتون کې تر درملنې لاندې دے
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 14, 2017 04:55 Asia/Kabul
  • حکمتیار په ترکیې کښې معالجه کیږی

ترکی رسنۍوویل: حکمتیار د ترکیې په یو روغتون کې تر درملنې لاندې دے

د نن ټکی اسیا د ترکیې رسنیو له قوله ولیکل د حزب اسلامی مشر ګلبدین حکمتیار د سختې ناروغۍ له امله د ترکیې هیواد په یو حکومتی روغتون کې تر درملنې دی.

څو ورځې وړاندې رسنیو خبرونه خپاره کړل؛ چې د اسلامی ګوند یو پلاوے ترکې ته تللی؛ چې دغه سفر یې خلکو ته شکونه پیدا کړی وو چې د دغه هیئت  د سفر موخه به څه وی؟

دغه رنګ د ترکې رسنیو زیاته کړې چې دا لا دقیقه څرګنده نه ده، چې حکمتیار به له هغه پلاوی سره یو ځای ترکې ته د درمنلی لپاره تللی وی او که د حکمتیار تللو ته چارواکو د پلاوی نوم ورکړی.

له ترکیې نه خپریدونکې ایدینلیک ورځپاڼې په دې هکله نور جزئیات نه دی ورکړی؛ خو د ترکیې د چارواکو له قوله ویل شوی چې د حزب اسلامی مشر ګلبدین حکمتیار په ترکیې کې په یو دولتی روغتون کې تر درملنی لاندی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د حزب اسلامی یو شمېر غړو ویلی و چې حکمتیار به د روانې میاشتې په وروستیو کې په کابل کې را څرګند شی.

د ویلو ده چې په دې وروستیو کښې د حکمتیار او د ترکیې ولسمشر اردوغان ترمېنځ تعلقات ډېر زیات شوی دی.

او ترکیه له هغو ځینو سیمه ایزو هېوادونو څخه ده چې په سوریې کښې یې  د داعش په شمول د ځینو ترهه ګرو ډلو په مرسته او ملاتړ کښې مهم رول لرلی دے.