امریکا افغانستان او اروپا ته په زرګونه تازه دمه سرتیری استوی
د امریکا دفاع وزارت (پینتاګون) اعلان وکړ چې سږ کال افغانستان او اروپا ته شا او خوا ۵۷۰۰ نور پوځیان لیږی.
د افغان رسنیو د راپور په اساس، د شمالی کیرولینا له فورټ برګ او د جورجیا له فورټ سټیورټ څخه به ۱۷۰۰ سرتیری په دوبی کښې افغانستان ته روان شی او په دغه هیواد کښې د دیره ځواکونو ځائ به ونیسی، ۴۰۰۰ نور امریکایی پوځیان به په کینساس کښې له فورټ ریلی څخه په منی کښې اروپا ته لاړ شی.
د پینټاګون ویندوئ ایریک پاهن وویل چې د دغو ځواکونو له استولو سره به په هیڅ ځائ کښې د امریکایی پوځیانو شمیر زیات نه شی بلکې د پخوانیو ځائ به نوی ونیسی.
دوې میاشتې پخوا په افغانستان کښې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت قوماندان جان نیکلسن په افغانستان کښې د څو زره نورو پوځیانو غوښتنه کړې وه.