د افغانستان حکومت کابل ته د حکمتیار د ورتګ هرکلی کوي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i46278-د_افغانستان_حکومت_کابل_ته_د_حکمتیار_د_ورتګ_هرکلی_کوي
د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر اعلان وکړ چې د دې هیواد حکومت کابل ته د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار د ورتګ هرکلی کوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 29, 2017 14:14 Asia/Kabul
  • د افغانستان حکومت کابل ته د حکمتیار د ورتګ هرکلی کوي

د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر اعلان وکړ چې د دې هیواد حکومت کابل ته د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار د ورتګ هرکلی کوي.

د ایرنا د خبر له مخې د افغانستان د ولسمشر مطبوعاتي دفتر نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي: د سولې کامیابې خبرې اترې او د یکشنبې په ورځ کابل ته د افغانستان د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار راتګ د دې بیانونکی دی چې افغانان د خپلو ستونزو او مشکلاتو د هواري لپاره دا وړتیا او توان لري چې د خبرواترو له لارې سوله ایزو او اساسي حل لارو ته ورسیږي.

د افغانستان حکومت نن شنبه په پلازمینه کابل کښې عمومي رخصتي اعلان کړه او نن سهار د دغه ښار ډیر سړکونه هم د ګاډو د تګ راتګ لپاره بند کړی شوي وو.

د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر د خبرپاڼې له مخې کابل ته د حزب اسلامي د مشر ورتګ به د سولې او ثبات په تامینولو، پرمختګ، پراختیا او نورو ډګرونو کښې د پام وړ اغیزه ولري ځکه چې حکمتیار نیت لري د افغانستان د امنیت او سولې او پراختیا په تامینولو کښې له حکومت سره مرسته وکړي.

ټاکل شوې وه چې حکمتیار نن کابل ته لاړ شي خو د افغانستان خبري سرچینو د حزب اسلامي د ویاندویانو له قوله خبر ورکړ چې احتمال شته هغه سبا پلازمینې کابل ته ورسیږي.