افغانستان ته د امریکایانو د تګ زمینه طالبانو برابره کړه
د افغانستان د حزب اسلامي مشر حکمتيار وايي، طالبان د امريکا له خوا جوړه شوې ډله ده او افغانستان ته د امريکا راتګ ته هم طالبانو زمينه برابره کړې ده.
ګلبدين حکمتيار چې نن يې د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې يوې لويې غونډې ته وينا کوله، دا څرګندونې وکړې.
په دې غونډه کې د افغان ولسمشر دويم مرستيال محمد سرور دانش، د ولسمشر د ملي امنيت سلاکار محمد حنيف اتمر او يو شمېر نورو چارواکو د حکومت په استازيتوب د حکمتيار هرکلی وکړ.
د حزب اسلامي مشر انجنير ګلبدين حکمتيار يادې غونډې ته د وينا پرمهال طالبانو ته په خطاب کې وويل، طالبان د امريکا له خوا جوړه شوې ډله ده او افغانستان ته د امريکا راتګ ته هم طالبانو زمينه برابره کړې ده.
هغه زياته کړه: ((طالبه! تا امريکايانو ته د راتګ زمينه هم برابره کړه او تا امريکايان راوستل، تا دلته په خلکو ظلمونه وکړل او مجبور دې کړل چې امريکا وغواړي.))
د حزب اسلامي مشر دغه راز د طالبانو په هغو بريدونو او فعاليتونو هم توندې نيوکې وکړې، چې په خبره يې عام خلک په کې وژل کيږي.
نوموړي پر کندوز د طالبان بريد وغانده او دا يې د بهرنيو کړيو له لوري هغه جوړ شوی پلان ياد کړ چې په خبره يې د افغان وژنې لپاره جوړ شوی و.
ده زياته کړه: ((د نجيب حکومت په وروستيو کې پر جلال اباد ښار بريد زموږ لويه تېروتنه وه او بايد نه واى مو کړى.))
ده پر خپلو پلويانو غږ وکړ: ((د بې ګناه انسان وژل حرام دي، تاسو ته وايم، هېڅ مسلمان به نه وژنئ، که مو کفار هم نه ځوروي، ورسره به جګړه نه کوئ.))
د يادونې ده چې د حزب اسلامي مشر پرون تر څو کلونو وروسته د لومړي ځل لپاره په لغمان ولايت کې ښکاره شو.