د افغانستان حکومت د حکمتیار څرګندونو ته غبرګون وښود
د افغانستان د ولسمشر د ویاند د دفتر سرپرست د دغه هیواد د رسنیو د وضعې په هکله د حزب اسلامي د مشر څرګندونو ته غبرګون وښود.
شاه حسین مرتضوي نن د تسنیم خبري آژانس خبریال ته په مرکه کښې وویل: د بیان د ازادۍ په هکله هرډول نظرڅرګندونه د اساسي قانون په چوکاټ کښې د منلو وړ کیدی شي.
مرتضوي په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې د افغانستان اساسي قانون د بیان د آزادۍ په هکله هر څه په ډاګه څرګند کړي دي، زیاته کړه: د بیان او مطبوعاتو ازادۍ د حکومت یوه سره کرښه ده او ورباندې تیری محکوم دی.
هغه دا څرګندونې د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار د هغو خبرو په غبرګون کښې کړي چې رسنۍ یې لعینې او شریرې بللې وې.
مرتضوي همداشان په افغانستان کښې د ځینو رسنیو لخوا د غیراخلاقي سریالونو د خپریدو په هکله وویل: هرډول رسندوي خلاف ورزي تعقیبږي خو غوره ده چې رسنۍ په خپله هم اخلاقي موضاعاتو ته پام ولري.