ګلبدین حکمتیار نن کابل ته ځي
May 04, 2017 01:40 Asia/Kabul
د افغانستان د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار نن کابل ته ځي او سبا به يوې لويې ولسي غونډې ته وينا وکړي.
پژواک خبري آژانس لیکلي چې د حزب اسلامي وياند قريب الرحمن سعيد وويل: حکمتيار به د پنجشنبې په ورځ (د غويي په ١٤مه)، له جلال اباد ښار څخه د سړک له لارې کابل ته راشي.
هغه زياته کړه، حکمتيار به په همدې ورځ له غرمې وروسته په ولسمشرۍ ماڼۍ کښې له ولسمشر محمد اشرف غني سره وګوري او د هغه لخوا به يې هرکلى وشي.
سعيد وايي چې حکمتيار به د جمعې په ورځ په کابل کې يوې لويې ولسي غونډې ته وينا وکړي.
د يادونې ده چې د حزب اسلامي او افغان دولت ترمنځ د سولې له تړون وروسته د غويي په ٩مه، د حزب اسلامي مشر په لغمان ولايت کې راښکاره شو او په هماغه ورځ بيا جلال اباد ته لاړ .
ټیګونه