افغان ولسمشر طالبانو ته په خپل خطاب کښې د سولې بلنه ورکړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i46732-افغان_ولسمشر_طالبانو_ته_په_خپل_خطاب_کښې_د_سولې_بلنه_ورکړه
د افغانستان ولسمشر د حزب اسلامی له مشر څخه د هرکلی په دستورو کښې طالبانو ته وویل چې دوئ دې له حکمتیاره درس واخلی او سولې ته غاړه کیږدی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 04, 2017 13:58 Asia/Kabul
  • افغان ولسمشر طالبانو ته په خپل خطاب کښې د سولې بلنه ورکړه

د افغانستان ولسمشر د حزب اسلامی له مشر څخه د هرکلی په دستورو کښې طالبانو ته وویل چې دوئ دې له حکمتیاره درس واخلی او سولې ته غاړه کیږدی.

زمونږ خبریال د راپور په اساس، افغان ولسمشر محمد اشرف غنی نن د ولسمشرۍ په ماڼۍ کښې د حزب اسلامی له مشر څخه  د هرکلئ په مراسمو کښې له حکمتیار څخه سولې ته د هغه د غاړه ایښودو قدرونه وکړه او ویې ویل: طالبان هم کولائ شی، د دوئ په شان سولې ته غاړه کیږدی.

اشرف غنی پر دې ټکی په ټینګار سره چې د جنګ پائ او سوله د افغانستان د خلکو غوښتنه ده، زیاته کړه: افغان حکومت او حزب اسلامی وښودله چې د سولې د ټینګولو لپاره کلک هوډ لری.

افغان ولسمشر همداراز د سیمې له هیوادونو وغوښتل څو د ترهګرو ډلو له ملاتړه لاس واخلی او د دې پرځائ  له ولسی حکومته ملاتړ وکړی.

د افغانستان د حزب اسلامی مشر ګلبدین حکمتیار او د هغه ملګری له شلو کلونو وروسته نن سهار په  سختو امنیتی شرایطو کښې د افغانستان پلازمینې کابل ته ورسید.