افغان ولسمشر طالبانو ته په خپل خطاب کښې د سولې بلنه ورکړه
د افغانستان ولسمشر د حزب اسلامی له مشر څخه د هرکلی په دستورو کښې طالبانو ته وویل چې دوئ دې له حکمتیاره درس واخلی او سولې ته غاړه کیږدی.
زمونږ خبریال د راپور په اساس، افغان ولسمشر محمد اشرف غنی نن د ولسمشرۍ په ماڼۍ کښې د حزب اسلامی له مشر څخه د هرکلئ په مراسمو کښې له حکمتیار څخه سولې ته د هغه د غاړه ایښودو قدرونه وکړه او ویې ویل: طالبان هم کولائ شی، د دوئ په شان سولې ته غاړه کیږدی.
اشرف غنی پر دې ټکی په ټینګار سره چې د جنګ پائ او سوله د افغانستان د خلکو غوښتنه ده، زیاته کړه: افغان حکومت او حزب اسلامی وښودله چې د سولې د ټینګولو لپاره کلک هوډ لری.
افغان ولسمشر همداراز د سیمې له هیوادونو وغوښتل څو د ترهګرو ډلو له ملاتړه لاس واخلی او د دې پرځائ له ولسی حکومته ملاتړ وکړی.
د افغانستان د حزب اسلامی مشر ګلبدین حکمتیار او د هغه ملګری له شلو کلونو وروسته نن سهار په سختو امنیتی شرایطو کښې د افغانستان پلازمینې کابل ته ورسید.