ګلبدین حکمتیار په افغانستان کښې د جنګ پر ختمیدا ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i46738-ګلبدین_حکمتیار_په_افغانستان_کښې_د_جنګ_پر_ختمیدا_ټینګار_وکړ
د آوا خبری آژانس د راپور په اساس، د افغانستان د حزب اسلامی مشر نن په کابل کښې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کښې د دولت لخوا د هغه د هرکلی په مراسمو کښې وویل: د هغه لپاره تر ټولو مهم شئ د جنګ ختمیدا او په دغه هیواد کښې د سولې ټینګښت دی.
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
May 04, 2017 14:48 Asia/Kabul
  • ګلبدین حکمتیار په افغانستان کښې د جنګ پر ختمیدا ټینګار وکړ

د آوا خبری آژانس د راپور په اساس، د افغانستان د حزب اسلامی مشر نن په کابل کښې د ولسمشرۍ په ماڼۍ کښې د دولت لخوا د هغه د هرکلی په مراسمو کښې وویل: د هغه لپاره تر ټولو مهم شئ د جنګ ختمیدا او په دغه هیواد کښې د سولې ټینګښت دی.

ګلبدین حکمتیار طالبانو وړونه وبلل او له افغانستان څخه یې د امریکا په مشرۍ د بهرنیو ځواکونو د وتلو غوښتنه وکړه.

هغه همداراز زیاته کړه: ځینې هیوادونه هڅه کوی چې په افغانستان کښې جنګ دوام ولری.

د افغانستان د حزب اسلامی ګوند مشر پر دې په ټینګار سره چې په دغه هیواد کښې د خارجی پوځیانو  د شتون  ضرورت نشته، وویل: په دغه جنګ ځپلی هیواد کښې د امریکا پوځی شتون د بې ثباتۍ او نا امنۍ اصلی عامل دی.

حکمتیار د افغانستان د کړکیچ حل لاره په دغه هیواد کښې د مخالفو ډلو تر مینځ  خبرې اترې وبللې او زیاته یې کړه: د سولې د ټینګولو لپاره حزب اسلامی اساسی قانون ومانه.

له دې وړاندې ګلبدین حکمتیار په لغمان ولایت کښې په خبری غونډه کښې له طالبانو غوښتی، د جنګ په ختمولو سره دې د سولې خبرو اترو ته غاړه کیږدی.