حکمتیار له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په وتلو تاکید وکړ
د افغانستان د حزب اسلامی مشر له افغانستانه د امریکې په مشرۍ د بهرنیو فوځیانو د وتلو په لازموالی تاکید وکړ.
زمونږ د خبریال د رپوټ له مخې ګلبدین حکمتیار نن له شلو کلونو وروسته د کابل د لوبو په مېدان کښې په خپله وېنا کښې تاکید وکړ د اختلافاتو په څنګته اېښودو او د ټولو افغان ګوندونو او ډلو په یوځاے کېدو سره په دغه هېواد کښې د بهرنیو ځواکونو د شتون توجیه ختمېدې شی.
حکمتیار په افغانستان کښې د غاصبو او نیواکګرو په مقابل کښې په مقاومت باندې په تاکیدسره وویل، نن د دغه هېواد خلق له مخکې نه زیات سولې ته ضرورت لری.
د افغانستان د حزب اسلامی مشر زیاته کړه ، د هغو ټولو کسانو لوری ته چې سوله غواړی د ورورولۍ لاس اوږدوم که څه هم په تېرو وختونو کښې زمونږ په خلاف جنګېدلی وی.
له دې مخکې ګلبدین حکمتیار په لغمان ولایت کښې په یو اخباری کانفرنس کښې له طالب ډلې غوښتی وو چې د جنګ په ختمولو سره دې د خبرو اترو له چلند سره یوځاے شی.
افغان ولسمشر محمد اشرف غنی هم پرون له حکمتیار څخه د هرکلی په مراسمو کښې وویل چې ټولې مخالفې ډلې پکار دی له حکمتیاره درس واخلی او له سولې سره یوځاے شی.