په کابل کښې د حکمتیار په خلاف مظاهرې وشوې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i46788-په_کابل_کښې_د_حکمتیار_په_خلاف_مظاهرې_وشوې
په سلګونو خلقو د ملی امنیت د پخوانی مشر امر الله صالح د "روند سبز" ګوند لخوا په کابل کې د حزب اسلامی د مشر حکمتیار پر خلاف جوړو شویو مظاهرو کښې ګډون وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 06, 2017 01:16 Asia/Kabul
  • په کابل کښې د حکمتیار په خلاف مظاهرې وشوې

په سلګونو خلقو د ملی امنیت د پخوانی مشر امر الله صالح د "روند سبز" ګوند لخوا په کابل کې د حزب اسلامی د مشر حکمتیار پر خلاف جوړو شویو مظاهرو کښې ګډون وکړ.

د افغان رسنیو د رپوټونو له مخې مظاهرچیانو له افغان حکومته وغوښتل چې ګلبدین حکمتیار دې د هغه د جنایتونو په خاطر محاکمه کړی.

په دغو مظاهرو کښې چې د کابل ښار په دارالامان سیمه کښې پرون ترسره شوې مظاهره کوونکو له ځانونو سره د یو شمېر هغو کسانو عکسونه هم اوچت کړی وو چې د هغوی په قول د جګړو پرمهال د حزب اسلامی د وسله والو له لوری وژل شوی وو.

دغه رنګ لاریون کوونکو (( موږ عدالت غواړو، موږ هم د خپلو شهیدانو وینې نه بښو، موږ د حکمتیار محاکمه غواړو، هېڅوک د حق العباد د بښلو حق نه لری.)) شعارونه ورکول. د روند سبز ډلې یو تن غړی عبدالله شکوهمند خبریالانو ته وویل، دوى حکمتیار ته د امتیازاتو ورکول په کلکه غندی.هغه زیاته کړه : (( حکومت د یوجنایتکار د بښلو حق نه لری، دا فېصله به ولس کوی.)) نوموړی زیاته کړه، له کلونو راهسې د حکمتیار وسله والو په جګړو او ډېرو ځان وژونکو بریدونو کې لاس لرلی دے. یو بل غړی صمیم محمد وویل، د کابل خلق به هېڅکله ، خپل قاتل ونه بښی. هغه ادعا وکړه چې حکمتیار کابل په کنډوالو بدل کړے او اوس باید محاکمه شی.