د افغانستان د حزب اسلامی غړی وسلې په زمکه نه ایږدی
May 11, 2017 08:26 Asia/Kabul
د افغانستان د حزب اسلامی ویاند وویل: د دغه ګوند غړی وسلې په زمکه نه ایږدی.
د تسنیم خبری اژانس د رپوټ له مخې د افغانستان د حزب اسلامی ویاند قریب الرحمان سعید وویل، د دغه ګوند غړی به وسلې کیږندی البته له حکومت سره ښکېلیږی هم نه.
قریب الرحمان سعید زیاته کړه، د دغه ګوند د ځواکونو د سر امنیت لپاره هیڅ ضمانت نشته نو پکار دی دغه ځواکونه له ځان څخه د ساتنې لپاره وسله وال پاتې شی.
دا په داسې حال کښې دی چې حزب اسلامی له افغان حکومت سره د سولې په موافقه لیک کښې ژمنه کړې ده چې خپله وسله والا ډله به ړنګه کړی.
ټیګونه