طالب مشرانو د سولې په اړه له حکمتیار سره تماسونه نیولی
د افغان رسنیو د راپور په اساس، د حزب اسلامی ګوند ویندوئ قریب الرحمن سعید وایی: په دغو تماسونو کښې د سولې پر لارو چارو او امکاناتو خبرې شوی دی.
قریب الرحمن سعید وایی: وروسته له دې چې د افغانستان له دولت سره د حکمتیار سوله نهایی او عملی شوه، د طالبانو یو شمیر مشران ډاډه شول چې د سولې لار هم شته.
ده همداراز وویل: یو شمیر طالبان غواړی چې له دې فرصته استفاده وکړی او د حزب اسلامی له لارې د سولې په پروسه کښې ګډ شی.
ګلبدین حکمتیار کابل ته له ورتلو وروسته پر طالبانو ږغ وکړ چې دوئ دې د خپلو غوښتنو او ارمانونو د پوره کیدو لپاره خپل استازی وټاکی.
حکمتیار همداراز ویلی چې طالبان باید د جګړې په اوږدولو بهرنیانو ته د شتون د دوام پلمه په لاس ورنه کړی.
ټاکل شوې وه چې سږ کال ټول بهرنی پوځیان له افغانستانه وتلی وائ خو د طالبانو له لوری د کندوز نیولو او د جګړې تشدید بهرنیان مجبوره کړل چې نه یوازې ۱۳ زره روزونکی او سلاکاران له افغانستانه ونه باسی بلکې افغانستان ته د نورو ځواکونو پر لیږدولو غور وکړی.
ګومان کیږی چې امریکا او د ناټو نور غړی د مئی په ۲۵ په بروکسل کښې د ناټو په سرمشریزه کښې افغانستان ته د نورو پوځیانو د شمیر په اړه پریکړه وکړی.
د حزب اسلامی ویندوئ وایی: که طالبان د سولې له بهیر سره یوځائ شی، دوئ حاضر دی چې د سولې د هرې موافقې د اجرا ضمانت وکړی او تر پایه له طالبانو سره همکاری وکړی.
سعید وویل: د افغانستان د ستونزو د حل یواځینۍ لار د افغانانو ترمینځ مخامخ خبرې دی.
البته طالبانو دغه خبر په کلکه رد کړ.