د ملګرو ملتونو استازی له حکمتیار سره خبرې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i47622-د_ملګرو_ملتونو_استازی_له_حکمتیار_سره_خبرې_وکړې
د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی او په کابل کې ددې ادارې مشر د حزب اسلامی له مشر ګلبدین حکمتیار سره د سولې په اړه خبرې کړې دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 16, 2017 10:22 Asia/Kabul
  • د ملګرو ملتونو استازی له حکمتیار سره خبرې وکړې

د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی او په کابل کې ددې ادارې مشر د حزب اسلامی له مشر ګلبدین حکمتیار سره د سولې په اړه خبرې کړې دی.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر  یوناما نن پژواک خبری اژانس ته په یوه خبرپاڼه کې ویلی چې د ملګرو ملتونو د سرمنشی ځانګړی استازی، تدا میچې یاماماتو پرون په کابل کې د حزب اسلامی له مشر ګلبدین حکمتیار سره د هغه په کور کې ولیدل.

 

سرچینې زیاته کړې، یاماماتو د دولت او د حزب اسلامی تر منځ د هوکړه لیک  چې افغانستان ته د حکمتیار د سوله ییز بېرته راتګ په برخه کې یو مهم ګام بلل کیږی، د پلی کېدو د دوام هرکلی وکړ.

په خبرپاڼه کې راغلی، په دې لیدنه کې د یوناما مشر  له اساسی قانون او موجوده قانونی نورمونو سره په سمون کې، په سوله ییزه توګه په سیاسی ډګر کې د ښکېلتیا لپاره د حزب اسلامی د ژمنو ستاینه وکړه.

دغه راز نوموړی د خبرو اترو له لارې د سولې په راوستلو کې د حکمتیار ژمنې او په نورو ډلو د هغه غږ چې له سوله ییزې لارې جګړې ته د پای ټکی کېږدی هم وستایل. 

یاماموتو په ډاګه کړه چې د بیان د ازادۍ او ښځو د حقونو په ګډون د بشری حقونو درناوی په هېواد کې د ثبات د پراخېدو لپاره اړین دی.

د یادونې ده چې پرون د چین سفیر هم د حزب اسلامی له مشر حکمتیار سره لیدلی وو.

ډیر نظر خاوندان باوری دی چی امریکا ګلبدین حکمتیار افغانستان ته راوستلې دې چی خپلو سیمه ایزو هدفونو لپاره ترې استفاده وکړی په تیره روسیې پرضد یې وکاروی ځکه چی حکمتیار تراوسه د کابل ، واشنګټن په امنیتی تړون هیڅ نیوکه نده کړی .