چین د سولې د خبرو لپاره حکمتیار او طالبانو ته بلنه ورکړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i48416-چین_د_سولې_د_خبرو_لپاره_حکمتیار_او_طالبانو_ته_بلنه_ورکړه
یوې پاکستانۍ ورځپاڼې ادعا وکړه چې چین حکمتیار او طالبانو ته بلنه ورکړې چې د سولې د خبرو لپاره پیکینګ ته ورشی. د پاکستان اُمت ورځپاڼې لیکلی چې چینایی چارواکو د ورېښم د نوې لارې د امنیت د خوندی کېدو لپاره له افغان طالبانو سره خبرې پیل کړی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 26, 2017 00:26 Asia/Kabul
  • چین د سولې د خبرو لپاره حکمتیار او طالبانو ته بلنه ورکړه

یوې پاکستانۍ ورځپاڼې ادعا وکړه چې چین حکمتیار او طالبانو ته بلنه ورکړې چې د سولې د خبرو لپاره پیکینګ ته ورشی. د پاکستان اُمت ورځپاڼې لیکلی چې چینایی چارواکو د ورېښم د نوې لارې د امنیت د خوندی کېدو لپاره له افغان طالبانو سره خبرې پیل کړی دی.

مخکې چین د طالبانو له لوری د ناامنیو له کبله پرېکړه کړې وه چې د ورېښم په نوې لار کې به افغانستان یو مخ څنګ ته پرېږدی او پر ځای به یې د افغانستان پر ګاونډیو هیوادونو تکیه وکړی.

ټاکل شوې ده چې د ورېښمو نوې لار د افغانستان له بدخشانه تېره شی.

اُمت ورځپاڼې، د خپل خبر د سرچینې له یادولو پرته نن لیکلی چې د چین حکومت د اسلامی حزب مشر ګلبدین حکمتیار او د طالبانو مشرانو ته بلنه ورکړې چې د افغانستان د سولې د خبرو په اړه په خپل منځ کې د سلا مشورې لپاره پیکینګ ته ورشی.

د حکمتیار اسلامی حزب او د هیبة الله د ډلې طالبانو تراوسه پورې د دې خبر په اړه څه نه دی ویلی.

چین په سیمه کې د اقتصادی او سوداګری فعالیتونو د غوړېدو لپاره له ډېرې مودې راهیسې هڅه کوی چې طالبان د سولې خبرو ته تشویق کړی.

حکمتیار د افغانستان له حکومت سره له سولې وروسته ویلی چې هڅه کوی چې طالبان هم د سولې خبرو ته حاضر کړی.