په افغانستان کښې د داعش تبلیغاتی چارواکے ووژل شو
په افغانستان کښې د نېټو ځواکونو قوماندان په دغه هېواد کښې د داعش ډلې د تبلیغاتی چارواکی وژله تائید کړه.
د خامه پرېس په نقل د مهر خبری اژانس د رپوټ له مخې جنرل جان نېکلسن وویل چې په افغانستان کښې د داعش ډلې لوړ رتبه تبلیغاتی چارواکے جواد خان د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کښې په یوه هوائی حمله کښې وژل شوے دے.
د ویلو ده چې جواد خان د روان کال د جون په دویمه نېټه په یوه هوائی حمله کښې ووژل شو خو د مرګ خبر یې په دې وروستیو کښې د چارواکو لخوا خپور شوے دے.
دغه امریکائی قوماندان تاکید وکړ چې په دغه هوائی حمله کښې په دغه سیمه کښې د داعش ترهه ګرې ډلې رسانه ای او تبلیغاتی مرکز هم تباه شوے دے.
هغه همدارنګ وویل چې د جواد خان وژله به د دې سبب شی چې په افغانستان کښې د داعش لخوا د ځواکونو د جذبولو چلند په ټپه اودریږی او د دغې ډلې ترهه ګرې حملې به هم کمې شی.
دا په داسې حال کښې دی چې د رسمی رپوټونو له مخې امریکه او د هغې لویدیځ او عربی ملاتړی د داعش په شمول د ترهه ګرو ډلو جوړونکی او د هغو مالی او د وسلو ملاتړی ګڼل کیږی.