نېټو په افغانستان کښې ځواکونه زیاتوی
Jun 22, 2017 19:47 Asia/Kabul
په افغانستان کښې د بهرنیو ځواکونو په شتون باندې د خلقو د احتجاجونو د زیاتېدو باوجود نېټو په دغه هېواد کښې د فوځیانو د زیاتولو لپاره د خپلې فېصلې خبرورکړ.
دی وېلټ جرمنی نشریې د نېټو د نزدیو سرچینو له قوله ولیکل:د دغه فوځی ائتلاف ځینې غړی په افغانستان کښې د ځواکونو د زیاتولو کوشش کوی او په دې زمینه کښې زیاتره سلا مشورې به په بروکسل کښې د نېټو د دفاع د وزیرانو د راتلونکې هفتې په غونډه کښې په اېجنډا کښې راوستې شی.
د دغه رپوټ له مخې په افغانستان کښې د نېټو د ځواکونو د زیاتېدو مقصد له ترهه ګرو ډلو سره د مبارزې سختول اعلان شوے دے.
دا په داسې حال کښې دی چې په افغانستان کښې د دولس زره بهرنیو ځواکونو د شتون باوجود په دغه هېواد کښې تاوتریخوالی د تېر کال په نسبت دویشت فیصدا زیات شوی دی.
ټیګونه