ناټو هم په افغانستان کې د درو زرو عسکرو دزیاتولو خبره ارزوی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i51028-ناټو_هم_په_افغانستان_کې_د_درو_زرو_عسکرو_دزیاتولو_خبره_ارزوی
فرانس پریس آژانس له بروکسله راپور ورکړی ، د ناټو موسسې عمومی منشی ینس سټولنبرګ نن د دغې موسسې دغړو هیوادونو د دفاع وزیرانو په ناستې کې ووئیل په افغانستان کې دځواک دشمیر دزیاتولو موضوع ارزول کیږی ،خو دغه زیاتونه په پوځی عملیاتو کې دبرخه اخستو لپاره به ، بلکې د روزنې ،مشورې او اکمالاتی مرستو سره اړونده ده .
(last modified 2023-10-10T11:15:55+00:00 )
Jun 29, 2017 18:16 Asia/Kabul
  • ناټو هم په افغانستان کې د درو  زرو عسکرو دزیاتولو خبره ارزوی

فرانس پریس آژانس له بروکسله راپور ورکړی ، د ناټو موسسې عمومی منشی ینس سټولنبرګ نن د دغې موسسې دغړو هیوادونو د دفاع وزیرانو په ناستې کې ووئیل په افغانستان کې دځواک دشمیر دزیاتولو موضوع ارزول کیږی ،خو دغه زیاتونه په پوځی عملیاتو کې دبرخه اخستو لپاره به ، بلکې د روزنې ،مشورې او اکمالاتی مرستو سره اړونده ده .

ډیپلوماټیکو  سرچینو  د دغه لیږدونکی ځواک شمیر هم درې زره تنه اعلان کړی دی .

  ناټو  تراوسه پورې  په افغانستان کې  څه دپاسه دیارلس زره  پنځه سوه پوځیان  دیره کړی دی  چې  په هغو کې نیم امریکائی عسکر دی چې  ټاکل شوې ده  امریکا نور په زرګونو عسکر هم دغه هیواد ته ولیږی .

  ناټو ځواک په افغانستان کې له پنځلسو کلونو راهسې  دیره ده .  دغې موسسې  په ۲۰۱۴کال کې  په افغانستان کې  دخپلو ځواکونو  دپوځی عملیاتو دختمولو  اعلان کړی ؤ خو   په  په افغانستان کې  خپل شتون ته د :پریکنده  ملاتړ : په  نامې سره  دماموریّت په چوکاټ کې   هماغه شان دوام ورکوی .

 دافغانستان ولس تل  پخپل هیواد کې دناټو ځواک  شتون باندې نیوکې کړی او باؤری دی   ناټو ځواک  له طالبانو  او نورو ترهه ګرو ډلو سره د مبارزې په ځای ، له افغانستانه دنشه ایزو موادو دټرانزیټ دندې ترسره کوی  او په ډیرو موردونو کې  له وسله والو ډلو سره  ئې دمرستو راپورونه  هم خپره شوی دی .