دافغانستان دملی وحدت حکومت کمزوری کول سره کرښه ده
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i51092-دافغانستان_دملی_وحدت_حکومت_کمزوری_کول_سره_کرښه_ده
ایرنا خبری آژانس راپورورکړ دافغانستان دحزب ا سلامی مشر ګلبدین حکمتیار دافغانستان دژغورنې لپاره د ائیتلاف د لوړې شورا د موجویّت داعلان دخبر په خپریدوپسې پرون په یولړ څرګندونو کې وویل ، یوه کس ته به هم د افغانستان د حکومت د کمزوری کولو ا و اړۍ ګړئ رامینځةکولو اجازت ورنکړی او دهغوی په مقابل کې به کلک ودریږی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 01, 2017 00:50 Asia/Kabul
  • دافغانستان دملی وحدت حکومت  کمزوری کول سره کرښه ده

ایرنا خبری آژانس راپورورکړ دافغانستان دحزب ا سلامی مشر ګلبدین حکمتیار دافغانستان دژغورنې لپاره د ائیتلاف د لوړې شورا د موجویّت داعلان دخبر په خپریدوپسې پرون په یولړ څرګندونو کې وویل ، یوه کس ته به هم د افغانستان د حکومت د کمزوری کولو ا و اړۍ ګړئ رامینځةکولو اجازت ورنکړی او دهغوی په مقابل کې به کلک ودریږی .

حکمتیار وئیلی دی ، دغه ګوند له هر هغه اقدام اوپلانه  چې   په افغانستان کې  دعدالت ،امنیت  دټینګولو او  دنظام دپیاوړی کولو اواصلاح لامل  کیږی ،په جدی توګه ملاتړ وکړی . 

  دافغانستان دنجات لپاره  د ائیتلاف لوړه شورا  چې   دصلاح الدین ربانی  په مشرۍ  جمعیت اسلامی ،  دعبدالرشید دوستم په مشرۍ  جنبش  ملی اسلامی  او د محمد محقق  په مشرۍ  حزب وحدت  اسلامی ګوندونه پکې شامل دی ، خپل موجودیّت اعلان کړ .

 دغې شورا  پخپل لومړنی ګام کې  وئیلی دی ،  دنظام د دړې وړې کیدا  او په هیواد کې د ګډوډیو  دمخینوی  لپاره  به  ډیر  زر  دغوره فیصلو په باب د غږمله بهیرونو په شتون  سره  یوه غونډه  جوړه کړی .

 داپه داسې حال کې دی چې  دافغانستان  دولسمشرۍ ویندوی شاه حسین مرتضوی  دافغانستان  دنجات لپاره د ائیتلاف   لوړې شورا د موجویّت په اعلان پسې  وئیلی دی ،  مناسبه طرحه  له مشکلاتو تیریدلی شی ، خو  زاړې اوآزمویل شوی نسخې  کومه ګټه نه لری .