د افغانستان د قامی شوراګانو د احیا لپاره د ګلبدین حکمتیار وړاندیز
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i53014-د_افغانستان_د_قامی_شوراګانو_د_احیا_لپاره_د_ګلبدین_حکمتیار_وړاندیز
د افغانستان د حزب اسلامی مشر د دغه هېواد د قامی شوراګانو او جوړښتونو په راژوندی کولو تاکید وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 30, 2017 01:42 Asia/Kabul
  • د افغانستان د قامی شوراګانو د احیا لپاره د ګلبدین حکمتیار وړاندیز

د افغانستان د حزب اسلامی مشر د دغه هېواد د قامی شوراګانو او جوړښتونو په راژوندی کولو تاکید وکړ.

د تستنم خبری اژانس د رپوټ له مخې ګلبدین حکمتیار وړاندیز وکړ چې پکار دی په دغه هېواد کښې قامی جوړښتونه او شوراګانې یو ځل بیا د تېرو وختونو په شان راژوندۍ شی چې افغان جنګ ته خاتمه ورکړې شی.

په یوې بیانیه کښې چې د افغانستان د حزب اسلامی لخوا په کابل کښې د پښتنو منګلو اقوامو له مشرانو سره د حکمتیار د غونډې په اړه خپره شوې ده راغلی چې هغه د افغانستان په ختیځ کښې له قامی مشرانو وغوښتل چې پکار دی متحد شی او په خپلو سیمو کښې د جنګونو مخنیوے وکړی.

هغه تاکید وکړ چې حزب اسلامی کوشش کوی چې یو ځل بیا د قامی شوراګانو په فعالولو سره  په افغانستان کښې جنګ ته خاتمه ورکړی.

هغه په دوام کښې وویل چې په افغانستان کښې جاری جنګ د بهرنیو په ګټه دے چې پکار دی د قامی مشرانو لخوا د صلحې په غږ سره ختم کړې شی.