دافغانستان حزب اسلامی دقدرتمن حکومت غوښتنه وکړه
-
انتخابات قدرت ته درسیدا لپاره یوازنۍ ممکنه لاره ده .
زمونږ خبریال وایی دافغانستان دحزب اسلامی مشر ګلبدین حکمتیار وویل دغه هیواد قدرتمند مرکزی حکومت او وس لرونکی ولسمشر غواړی په بله بڼه کښې به هلته د صلحې او ثبات ټینګول ناممکن وی .
هغه په کابل کښې له بهرنیو خبریالانو سره په لومړنۍ مرکه کښې وویل داسې ولسمشر چې نشی کولای یو(۱) والی وټاکی یا یې له کاره لیرې کړی نو څرنګه له ترهګرو سره په جنګ کښې بریالی کیدلای شی .
دافغانستان دحزب اسلامی مشر ګلبدین حکمتیار چې له ولسمشر اشرف غنی سره دصلحې د موافقې په لاسلیک کیدا سره یې کابل ته دبیرته ستنیدا لاره خلاصه کړه د ملی وحدت په حکومت زیاتې نیوکې کوی .
حکمتیار په دې خبرې سره چې مونږ به له قانونی لارو د حالاتو دبدلولو لپاره استفاده وکړو وویل انتخابات قدرت ته درسیدا لپاره یوازنۍ ممکنه لاره ده .
هغه په افغانستان کښې دامریکا په ستراتژۍ نیوکه وکړه او ویې ویل چې دغیرقانونی ځایی ځواکونو (ځای پولیسواو اربکیانو) او دبهرنیو عسکرو دشمیر په زیاتولو سره په جنګ کښې نشی بریالۍ کیدلای .