قره قل په اړه جالب معلومات او انځورونه دلته وګورئ
قره قل د هغه وری نوم دې چی ښه او مرغوبه چمړه یا پوست ولری او تازه زیږیدلې وی . په افغانستان ، پاکستان ، هندوستان ، کشمیر او د نړۍ په نورو هیوادونو کې خلک له قره قل استفاده کوی
په افغانستان کې د قره قل د یوه وری یا ګډوری بیه له لسو تر پنځوسو ډالرو پورې ده .
د پاکستان بنسټ ګر قایداعظم محمد علی جناح به هم د پاکستان له ازادۍ وروسته قره قل استفاده کوله . د افغانستان د پخوانی ولسمشر حامد کرزی قره قل هم ډیره مشهوره ده .
په جنوبی اسیا کې د افغانستان او پاکستان قره قل ډیره مشهورتیا لری .په پاکستان کې قره قل یا قره قلی ته جناح کیپ هم ویل کیږی .
په افغانستان کې د وخت په تیریدا سره اوس دا صنعت د ځورتیا په لور روان دې .له تیرو وختونو راهیسې د افغانستان په شمالی ولایتونو لکه کندوز ، فاریاب ، جوزجان ، بلخ او سمنګان ولایتونو کې د قره قل جوړول دود وو . اوس له قره قل استفاده کمه شوی ده .