دافغانستان کړکیچ پوځی حل لاره نلری
Sep 07, 2017 06:39 Asia/Kabul
-
دافغانستان کړکیچ په پوځي لارې سره نه حل کیږي .
تسنیم خبری اژانس وایی په افغانستان کښې دناټو موسسې غیر پوځی استازی کرنلیوس زیمرمین وویل دافغانستان کړکیچ په پوځی لارې سره نه حل کیږی .
هغه اعتراف وکړ له پوځی لارې په استفادې سره په افغانستان کښې پایداره صلح نشی راتللی بلکې په دغه هیواد کښې دصلحې دټینګیدا لپاره سیاسی تفاهم ته اړتیا شته .
په افغانستان کښې دناټو غیر پوځی استازی په داسې حال کښې په دغه هیواد کښې د صلحې د پیاوړتیا لپاره دسیمه ایزو ملګرتیاو او سیاسی تفاهم پرضرورت ټینګار کوی چې دامریکا او دناټو په نوی ستراتژۍ کښې په افغانستان کښې د خارجی عسکرو د شمیر په زیاتولو ټینګار شوی دی .
ټیګونه