د پښتو ادب یو بل ستوری ولوید
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i55753-د_پښتو_ادب_یو_بل_ستوری_ولوید
د افغانستان مشهور لیکوال او شاعر استاد سعد الدین شپون پرون د ستمبر په لسمه نیټه  د امریکا په متحده ایالتونو کې په روغتون کې وفات شو.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Sep 11, 2017 06:48 Asia/Kabul
  • د پښتو ادب یو بل ستوری ولوید

د افغانستان مشهور لیکوال او شاعر استاد سعد الدین شپون پرون د ستمبر په لسمه نیټه  د امریکا په متحده ایالتونو کې په روغتون کې وفات شو.

د افغانستان مشهور لیکوال او شاعر استاد سعد الدین شپون پرون د ستمبر په لسمه نیټه  د امریکا په متحد ایالتونو کې په روغتون کې وفات شو. له څه مودې راهیسې استاد شپون بستر و.

استاد شپون د پښتو داستاني ادب یو سرلارې لیکوال و چې د ځانګړي نثر څښتن دی. د ده نثر ځانته سبک لري او ګڼو کره کتونکو د ده پر نثر لیکنې خپرې کړې دي.

 تهران ریډیو د هغه په وفات ټولو پښتنو او د شعر و ادب  مینه والو ته تسلیت وړاندې کوي.

استاد شپون د کندز په خان اباد ولسوالي کې خپلې لومړنۍ زده کړې وې، د لیسې دوره یې د کابل په حبیبیې کې پای ته رسولې وه او په متحده ایالتونو کې یې ماسټري اخیستې وه.

استاد شپو د افغانستان د علومو اکاډمي غړیتوب درلود او یوه موده یې په اکاډيمي کې کار وکړ. بیا کلونه کلونه د امریکا غږ  راډیو د پښتو څانګې ویاند او د خپرونو چمتوکوونکی و.

استاد شپون د ( بنګي غاړه) په څير نایاب اثر له ځانه پرې ایښی دی چې د داستاني ادب بې ساری کرکټرونه پکې انځور شوې دي.

د شين ټاغي په څير ناول کې بیا د وخت سیاسي کرکټرونه ځای شوې دي.

د دغو او یو شمیر نورو داستاني اثارو ترڅنګ استاد شپون د افغانستان یو تکړه شاعر و، د ده شعرونه هم د ده د داستاني اثارو په څیر ځانګړتیا لري، لوستونکی یې درک کوي چې دا شعر د شپون دی، له استاد شپون څخه په مقایسوي ډول شعرونه لږ او نثري اثار ګڼ پاتې دي.  ( له تاند ویبپاڼې په مننې سره)