دافغانستان طالبانو پینځه پولیس وژلی
-
دافغانستان پوځیانو د بالا بلوک ولسوالۍ په شیوان او ګنج اباد سیمو کښې هم له طالبانو سره جنګونه کړي .
زمونږ خبریال وای دافغانستان دفراه ولایت د پشت رود ولسوال غوث الدین وویل په تخت سنګ سیمه کښې د پولیسو په مرکز دطالبانو په حملې کښې پینځه (۵)پولیس وژل شوی .
هغه وویل دطالبانو لخوا دپولیسو ددغه مرکز له کلابندۍ وروسته ما دفراه ولایت له چارواکو څخه دمرستې غوښتنه کړی وه خو دحکومتی عسکرو د سستۍ او دمقاومت دنه کولو په دلیل د پولیسو دغه مرکز دطالبانو لاس ته ورغی او هغوې ټولې وسلې او تجهیزات هم یوړل .
دافغانستان پوځیانو د بالا بلوک ولسوالۍ په شیوان او ګنج اباد سیمو کښې هم له طالبانو سره جنګونه کړی او له کبله یې دواړو خواو ته یوشمیر مرګ ژوبلې اوښتی دی .
د افغانستان دطالبانو ویندوی قاری یوسف احمدی هم ادعا کړی ده دوې دیرش(۳۰) حکومتی عسکر وژلی او اوه(۷) زغرګاډی یې هم تباه کړی دی .
د هرات دوالی ویندوی جیلانی فرهاد هم په غوریان ولسوالۍ کښې دسړک غاړې ته په ماین چاودنې کښې ددریو(۳) پولیسو د وژل کیدا او دیوه(۱) بل دژوبلیدا خبر ورکړی دی .