پاکستان دافغانستان په باب د امریکاد نوی سټراتژۍپه باب بې پروا دی
دپاکستان چارواکو تل ټینګار کړی ، چې په دغه هیواد کې د ترهه ګرو روزنیز مرکزونه نشته او اسلام اباد له ترهه ګرۍ هیڅکله هم ملاتړ نه کوی ،ځکه دغه هیواد پخپله د ترهه ګرۍ قربانی دی
تسنیم خبری آژانس راپورورکړ په افغانستان کې د ناټو ځواک یو قوماندانکورتیس بورنز په همداوروستیو کې په کابل کې په خبری کنفرانس کې وئیلی دی ، دافغانستان او پاکستان په باب د امریکا دولسمشر ډونالډ ټرمپ دنوی سټراتژۍ له اعلانه وروسته دکابل په وړاندې د اسلام اباد د چارواکو کړچار نه دی بدل شوی .
هغه په افغانستان کې د امریکا پوځی ماتې ته له اشارې پرته وئیلی دی ، دسولې له بهیر سره دطالبانو دیو ځای کیدو لپاره دې زمینه برابره شی ، خو د طالبانو مشران له کابل حکومت سره خبرواترو ته حاضر نه دی .
په همداوروستیو کې د امریکا ولسمشر دنوی سټراټژۍ په اعلانولو سره پر پاکستان غږ کړی ، څو په دغه هیواد کې دې د ترهه ګرو ډلو روزونکی مرکزونه اوپټنځایونه تباه کړی . خو دپاکستان چارواکو تل ټینګار کړی ، چې په دغه هیواد کې د ترهه ګرو روزنیز مرکزونه نشته او اسلام اباد له ترهه ګرۍ هیڅکله هم ملاتړ نه کوی ،ځکه دغه هیواد پخپله د ترهه ګرۍ قربانی دی او په دې لاره کې څه دپاسه اویا زره کسانو قربانی هم وړاندې کړی ده .