په کندهارکې پربهرنیوعسکروځان مرګی برید یوشمیرکسان په وینوکې لیت پیت کړل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i61447-په_کندهارکې_پربهرنیوعسکروځان_مرګی_برید_یوشمیرکسان_په_وینوکې_لیت_پیت_کړل
له ناټو ځواک سره یو ځای له ترهه ګرۍ سره دمبارزې په پلمه په افغانستان کې له ۲۰۰۱کال راهسې دامریکائی عسکرو شتون ، تراوسه پورې هیڅ اوڅاره بریا نه ده درلودلې ،بلکې په دغه جنګ ځپلی هیواد کې ناکراری اودنشه ایزو توکو کښت او قاچاق ورځ تربلې لاپسې زیات شوی دی .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Dec 18, 2017 05:12 Asia/Kabul
  • په کندهارکې پربهرنیوعسکروځان مرګی برید یوشمیرکسان په وینوکې لیت پیت کړل

له ناټو ځواک سره یو ځای له ترهه ګرۍ سره دمبارزې په پلمه په افغانستان کې له ۲۰۰۱کال راهسې دامریکائی عسکرو شتون ، تراوسه پورې هیڅ اوڅاره بریا نه ده درلودلې ،بلکې په دغه جنګ ځپلی هیواد کې ناکراری اودنشه ایزو توکو کښت او قاچاق ورځ تربلې لاپسې زیات شوی دی .

زمونږخبریال راپور راکړ   د افغانستان  دکندهار  ولایت دپولیسوقوماندان پرون مازدیګر ووئیل  دغه حمله هاله شوی چې  یوه ځان مرګی  خپل له چاودیدونکو توکو ډک ګاډی   دبهرنیو  عسکرو دکاروان په مینځ کې وچاوداوۀ. وئیل کیږی چې په دغې حملې کې یو تن مړ اوڅلور نور ټپیان شوی دی .

 البته  د  بهرنیوعسکرو داحتمالی مرګ ژوبلو په باب دخبر ترمخابیره کیدا پورې کوم راپور نه دی خپور شوی .

 داپه داسې حال کې دی چې  دافغانستان په بیلابیلو بیلو سیمو کې په همداوروستیو څو میاشتو کې د افغان اوبهرنیو عسکرو په ضد  دوسلوالو مخالفانو حملې اوبمی چاودنې په  اوڅاره توګه  زیاتې شوی دی .

   له ناټو  ځواک  سره یو ځای   له ترهه ګرۍ سره دمبارزې په پلمه  په افغانستان کې  له ۲۰۰۱کال راهسې  دامریکائی عسکرو شتون ، تراوسه پورې   هیڅ اوڅاره بریا نه  ده درلودلې ،بلکې په دغه  جنګ ځپلی هیواد کې  ناکراری اودنشه ایزو توکو کښت او قاچاق ورځ تربلې لاپسې زیات شوی دی .

 دم ګړۍ   په افغانستان کې د  امنیت دتامینولو  په پلمه  دامریکاد پنځلس زره  پوځیانو پشمول  کابو  اتلس زره بهرنی عسکر دیره دی .