دافغانستان په فراه ولایت کې طالبانو څلور ولسوالۍ ونیولې
ډیری شناندی او کارپوهان وائی اوس ، له طالبانو سره دملګرتیا په جرم دافغانستان ولسمشر ا شرف غنی له خوا په فراه ولایت کې د والی ، دپولیسو د قوکاندان په بدلولو او د امنیتی مرستیال په څنګةکیدا سره دا اندیښنه شته چې طالبان وتوانیږی ، دفراه ولایت په بیلابیلو سیمو کې دخپل نفوذ لمن نوره هم پراخه کړی .
زمونږخبریال دصدای افغان خبری آژانس له قوله راپورراکړ دافغانستان دفراه ولایتی شورا غړو نن وئیلی دی ، همدااوس د فراه ولایت بکوه ، ګلستان ،خاک سفید اوبالابلوک ولسوالۍ دطالبانو ډلې په کنټرول کې ورغلی دی .
دوی همداراز تینګار کړی ، دافغانستان حکومت په دغو ولسوالیو هیڅ کنټرول نه لری اوتراوسه پورې افغان امنیتی ځواک نه دی توانیدلی د دغو ولسوالیو کنټرول له وسلوالو طالبانو بیرته واخلی .
ډیری شناندی او کارپوهان وائی اوس ، له طالبانو سره دملګرتیا په جرم دافغانستان ولسمشر ا شرف غنی له خوا په فراه ولایت کې د والی ، دپولیسو د قوکاندان په بدلولو او د امنیتی مرستیال په څنګةکیدا سره دا اندیښنه شته چې طالبان وتوانیږی ، دفراه ولایت په بیلابیلو سیمو کې دخپل نفوذ لمن نوره هم پراخه کړی .
داپه داسې حال کې دی چې له دې مخکې دسیګار نومې دافغانستان په بیارغاونې کې دامریکا دعمومی پلټنې ادارې هم وئیلی وو ، دطالبانو ترکنټرول دلاندې سیمو اندازه په ۲۰۱۶کال کې اوه فی صده وه ، چې دغه اندازه په ۲۰۱۷کال کې تر دیارلسو فی صدو پورې زیاته شوې ده .