طالبانو ته دسیمو دسپارلو پلان د ګلبدین حکمتیار یا دامریکا لخوا ؟
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i67587-طالبانو_ته_دسیمو_دسپارلو_پلان_د_ګلبدین_حکمتیار_یا_دامریکا_لخوا
دافغانستان ځینو سیاسی او جهادی شخصیتونو د طالبانو او دحکومت ترمینځ د صلحې دخبرو اترو د ترسره کیدا لپاره دغه ډلې ته د ځینو سیمو د سپارلو په اړه د کابل حکومت ته د حزب اسلامی دمشر ګلبدین حکمتیار په وړاندیز شوی پلان سخته نیوکه کړی ده .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Mar 17, 2018 14:23 Asia/Kabul
  • امریکا  حکمتیار ته دغه امتیازات دنفاق د رامینځته کولو دماموریت په خاطر ورکړي دي .
    امریکا حکمتیار ته دغه امتیازات دنفاق د رامینځته کولو دماموریت په خاطر ورکړي دي .

دافغانستان ځینو سیاسی او جهادی شخصیتونو د طالبانو او دحکومت ترمینځ د صلحې دخبرو اترو د ترسره کیدا لپاره دغه ډلې ته د ځینو سیمو د سپارلو په اړه د کابل حکومت ته د حزب اسلامی دمشر ګلبدین حکمتیار په وړاندیز شوی پلان سخته نیوکه کړی ده .

دحزب اسلامی مشر ګلبدین حکمتیار د افغانستان د ولسمشر اشرف غنی لخوا له هیڅ شرط پرته د صلحې د خبرو له اعلان وروسته  هغه ته وړاندیز وکړ چې دهیواد ځینې سیمې طالبانو ته وسپاری او له دغو سیمو  بهرنی او افغان عسکر ووځی او هلته طالبان دیره شی چې په دغو امن سیمو کښې د افغانستان دحکومت او دطالبانو ترمینځ خبری اترې  پیل شی  خو د ګلبدین حکمتیار لخوا ددغه پلان وړاندې کیدا سختې نیوکې او غبرګون ځان پسې درلود .

دافغانستان ځینو سیاسی مشرانو او د پارلمان غړیو طالبانو ته دصلحې په نوم  دهیواد دځینو سیمو سپارل چې دحزب اسلامی مشر ګلبدین حکمتیار یې وړاندیز کړی دی د افغانستان ویش وباله او دهغو دمنطقی پایلو په اړه یې خبرداری ورکړ .

دافغانستان دپخوانی ولسمشر لومړی مرستیال او د ملی پارلمان پخوانی مشر یونس قانونی  په پروان ولایت کښې د یوه(۱) جهادی قوماندان «مولانا سید خیلی »د وژل کیدا د کلیزې په مناسبت په یوې(۱) غونډې کښې وویل مونږ به د امن سیمو په پلمه هیڅکله د افغانستان ویشل ونه منو او د هیواد ستر ملت به ددغه دسیسې په وړاندې په  څلوردیرشو(۳۴) ولایتونو کښې په یوه صف کښې ودریږی .

دافغانستان د ملی پارلمان د کورنی امنیت د کمیسیون مشر «محمد اقبال صافی »هم طالبانو ته دصلحې په نوم د هیواد د یوشمیر سیمو سپارل د پاکستان دجاسوسۍ ادارې ایی ایس ایی(ISI) کار ګڼی او ټینګار کوی چې ددغه پلان په وړاندې به مقاومت وکړی .

داپه داسې حال کښې دی چې دافغانستان د اطلاعاتو او د کلتور پخوانی وزیر او د مخکنی  ولسمشر حامدکرزی ددفتر مشر «کریم خرم» د حزب اسلامی دمشر ګلبدین حکمتیار وړاندیزی پلان ته په غبرګون کښې وویل د حامدکرزی د ولسمشرۍ په وخت هم دغه پلان څو ځله د امریکا او د انګلستان لخوا وړاندې شوی وو .

کریم خرم وویل امریکا او انګلستان ټینګار درلود چې دافغانستان څو ولایتونه باید طالبانو ته وسپارل شی   خو  دهغه وخت ولسمشر حامدکرزی له دغه پلان سره سخت مخالفت وکړ  او کرزی دغه پلان د افغانستان د  ویشلو لپاره یوه(۱) خطرناکه دسیسه بللی وه .

اوس چې دغه خطرناک پلان یوځل بیا د افغانستان دیوه مخینه لرونکی جهادی مشر ګلبدین حکمتیار لخوا مطرح شوی دی تهران راډیو پښتو خپرونې ددې علت د افغانستان د چارو له نامتو کارپیژاند ښاغلی وحید مژده څخه وپوښت چې هغه په ځواب کښې وویل ګلبدین حکمتیار چې نوم یې  د ملګروملتونو او د امریکا په تور فهرست کښې وو  او د امریکا دلسګونو عسکرو په وژلو تورن وو اوس دافغانستان د صلحې له پروسې سره یوځاې شوی او کابل ته ورستون شوی دی او امریکا او ملګروملتونو له تور لیسټ څخه دهغه(ګلبدین حکمتیار) نوم لیری کړی دی  او په حقیقت کښې دغه کار دامریکا په غږملتیا بلکې د واشنګټن په حکم سره ترسره شوی دی .

هغه وویل همدا اوس په کابل کښې د خرچې لپاره دحزب  اسلامی مشر ګلبدین حکمتیار ته هره میاشت په سلګونو زره ډالره ورکول کیږی او دافغانستان حکومت هم کوشش کوی داسې وښیی بریالی شوی چې ګلبدین حکمتیار د حکومت له مخالفینو دحکومت په ملاتړی بدل کړی او دا دافغانستان د صلحې له پروسې سره یوه(۱) ستره مرسته ووسی داپه داسې حال کښې ده حقیقت دا دی د ګلبدین حکمتیار دغه امتیازونه چې له امریکا یې ترلاسه کړی دی د وحید مژده په وینا مفت او وړیا نه دی .

امریکا د حزب اسلامی مشر ګلبدین حکمتیار ته دغه امتیازات په افغانستان کښې د قومونو او دمذهبونو او دغه راز د ځینو ګاونډیو هیوادونو(ایران) ترمینځ دنفاق د رامینځته کولو دماموریت په خاطر ورکړی دی او د امن په نوم طالبانو ته دسیمو د سپارلو وړاندیز هم د امریکا په حکم سره د حزب اسلامی دمشر ګلبدین حکمتیار لخوا مطرح شوی دی .

څرنګه چې امریکا او انګلستان د افغانستان د ویشلو کوشش کوی او د افغانستان د ویشل کیدا په بڼه کښې به دغه ویشل دسیمې نورو سیمو ته هم خپور شی په دې ډول هغه سیمې چې وویشل شی له یوبل سره جنګ او تاوتریخوالی ولری چې دا دصهیونیسټ ناروا رژیم لپاره د همیشنی امنیت د تامینیدا او په افغانستان کښې له دایمی اډو  په استفادې سره له جنوبی اسیا  رانیولی تر مرکزی اسیا او مینځنی ختیځ سیمې پورې د ټولې سیمې دکنټرول او د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو د ناامنه کولو او په افغانستان کښې د  ټریلیونو ډالرو په ارزښت د معدنونو او د مرکزی اسیا په طبیعی سرچینو د سلطې په شمول د استعماری هدفونو دتحقق په لړ کښې دامریکا لپاره ترټولو ښه حالت دی .

لیکوال عاشق حسین طوری

دتهران راډیو د پښتو خپرونې مدیر

د ۲۰۱۸میلادی کال د مارچ د میاشتې ۱۷ نیټه