په کندهار کي د ښځو لپاره ځانګړی سوداګريز مرکز پرانيستل شو
د افغاني خويندو تجارتي مرکز د کندهار د مرستيال والي عبدالحنان منیب له لوري د پټۍ په پرېکولو سره پرانيستل شو.
له کندهاره زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې ياد سوداګريز مرکز د يوې کندهارۍ ميرمني ليلا افاق لخوا د ښځو لپاره جوړ شوی دی.
د کندهار مرستيال والي عبدالحنان منیب د افغاني خويندو سوداګريز مرکز د پرانيستلو پر مهال د ياد مرکز د مشري ليلا افاق څخه مننه وکړه او د هر ډول همکارۍ ډاډ يې ورکړ.
ښاغلي منيب وويل، ولایتي اداره د ښځو د اقتصاد د پرمختګ لپاره جدي هڅي کوي چي په همدې موخه يې څو ورځي وړاندي د ښځو د سوداګرۍ خونه پرانيستله.
مرستيال والي د ياد سوداګريز مرکز پرانيسل د ښځو د اقتصاد په پرمختګ کي مهم وباله او زياته يې کړه چي دا مرکز به د ښځو د لاسي صنایع ته په بازار موندنه کي هم ګټور تمام شي.
وروسته د افغاني خويندو د سوداګريز مرکز مشري ليلا افاق وويل چي په ياد سوداګريز مرکز کي د ښځو د ضرورت وړ ټولوتوکو تر څنګ خیاطي، بیکري، خوړنځاي او مسجد هم شتون لري.
آغلې افاق وویل، په ياد سوداګریز مرکز کي يې ۱۲۰ زره امريکايي ډالره پانګونه کړې او اوس مهال يې ۱۴ تنو ميرمنو ته د کار زمېنه برابره کړې ده او دا شمېر به تر ۵۰ پورې ورسوي.
باید وويل شې دا لومړی ځل دی چي په کندهار کي د ميرمنو لپاره ځانګړی سوداګریز مرکز پرانيستل کېږي.