په بغلان کې دحزب اسلامی یوشمیرجهادی قوماندانانو له ګونده بغاؤت وکړ
دغو قوماندانانو د حزب اسلامي د مشر ګلبدين حکمتيار پر وروستیو څرګندونو نیوکې وکړې او خلک یې دحزب اسلامي دغړیتوب پرځای دحزب اصلاح په نوم د ډلې غړیتوب ته وبلل .
زمونږخبریال د افغان خبرو سرچینو له قوله راپورراکړ دافغانستان په بغلان ولایت کې د حزب اسلامی ګوند یو شمیر جهادی قوماندانان نن د بغلان په مرکز پلخمري ښار کې په یوې غونډې کې راټول شول او د حزب اصلاح په نوم سره ئې د نوې ډلې شتون اعلان کړ .
راپور ښئ دغو قوماندانانو د حزب اسلامي د مشر ګلبدين حکمتيار پر وروستیو څرګندونو نیوکې وکړې او خلک یې دحزب اسلامي دغړیتوب پرځای دحزب اصلاح په نوم د ډلې غړیتوب ته وبلل .
پيژواک خبری سایټ هم په یوه راپور کې وئيلی دي ،په بغلان کې دحزب اسلامي ګوند پخواني جهادي قوماندان عبدا... نهضت يار غونډې ته وویل ،مونږ تمه کوله، چې د حکمتیار پر راتګ سره به د حزب اسلامي ګوند غړي يو ځل بيا راغونډ او پر وړاندې به يې ټولې ستونزې حل شي خو د حکمتیار پر راتګ یې ورځ تر بلې د پخوانیو حزبیانو ستونزې د هواري پر ځاى ډېرې شوې.
نهضتيار وويل، له بده مرغه د حکمتیار له دفتره په دا وروستیو کې داسې څرګندونې شوې چې د حزب اسلامي د غړو او خلکو له اندونو سره په ټکر کې دي .په بغلان کې د حزب اسلامي ولایتي کمېټې پخوانى امر زیاتوي ، نه غواړي چې حزبیان وپاشل شي او هڅه یې همدا ده چې د جهاد او مجاهدینو نوم ساتلو او قربانیو ته یې د درنښت په موخه د حزب اسلامي اصلاح لپاره کمېټه جوړه کړې چې دحزبي غړو حقوق پکې خوندي کړي .
ده وویل مونږ په داسې یوې کمېټې کار کړی چې پخوانۍ ترخې خاطرې چې دحزب په نوم به یو له بل سره جنګېدو، له پامه وباسو او له نن وروسته دهېڅ یوسیاسي ګوند پر ضد بې معنا خبرې او مبارزه ونه کړو .