دافغانستان راتلونکوپارلیماني انتخاباتو ته یوه کتنه
په داسې حال کې چې امریکا پخپله حقیقی دیموکراسی نه لری ،او دځینو پاچائی نظامونو څخه بشپړ ملاتړ کوی،نو آیا دا کیدلی شی،چې په افغانستان کې به په حقیقی دیموکراسۍ پسې شی؟
زمونږخبریال هم راپورراکوی،د افغانستان د پارلیمانی انتخاباتوکاندیدانو له ننه خپل انتخاباتی کمپاینونه پیل کړی دی او هڅه کوی چې د تلې د میاشتې په اته ویشتمه نیټه په کیدونکو انتخاباتو کې برخه واخلی .
د افغانستان دانتخاباتو کمیشن هم پرون د دغه هیواد له سیاسی ګوندونو او ډلو ټپلو سره دانتخاباتو په ورځ د انتخاباتو په شفاف ډول ترسره کونکی سسټم څخه داستفادې دڅرنګوالی په باب په یوې مشورتی غونډې کې ارزونې کړی دی .
د افغانستان د انتخاباتی کمیشن د مسئولانو دمعلوماتو په اساس ، په انتخاباتو کې له بائیو میټرک سسټمه د استفادې په وخت له رایو اچونکو دوه ګوتې لګیږی ، پیژندپاڼه ، دوه عکسونه او سټیکر به ثبت کیږی او وروسته به بیا درایو صندقونو ته اچول کیږی . .
د افغانستان د انتخاباتی کمیشن ویندوی سید حفیظ ا... هاشمی په دغې غونډې کې وئیلی دی چې په راتلونکو انتخاباتو کې د بائیو میټرک سسټم ټول ټال دوه ویشت زره مشینونو ته اړتیا ده ، چې له هغو دچارشنبې په ورځ دغه کمیشن ته ټول څلور زره څلور سوه مشینونه سپارل شوی دی او ټاکل شوې ده ، اولس زره شپږ سوه نور مشینونه هم تر اوو ورځو پورې یعنی د تلې دمیاشتې تر دولسمې نیټې پورې دغه اورګان ته ورکړل شی ، دهغه په وینا، بیا دغه مشینونه یا آلې ولایتونو ،ولسوالیو او درایو مرکزونو ته ورسول شی .
دافغانستان سیاسی ډلې ټپلې په انتخاباتو کې د بائیو میټرک سسټم په کارندوالی په ټینګار سره وائی ، که له دغه سسیټمه سمه استفاده ونشی ،نو دانتخاباتو نتیجې به ونه منی .
د اسلامی جمعیت ګوند استازی نوررحمان اخلاقی د انتخاباتی کمیشن له غړو غوښتی دی ، څو له دغه سسټمه دخپلو ژمنو په اساس دانتخاباتو په ورځ استفاده وکړی ، څو د رایو دبیا بیا اچونې او درغلۍ مخنیوی وشی ، که داسې نه وی ،نو د انتخاباتو نتیجې به د منلو وړ نه وی .
دتهران ریډیو پښتو خپرونې هم په دې اړه دټیلیفون له لارې د افغانستان د ولسی جرګې دیوه غړی ښاغلی عبدالودود پیمان نظر غوښتی چې هغه هم په ځواب کې وئیلی دی ، انتخاباتی کمپاین یوازې په هغو سیمو کې چې امنیت ئې تامین دی ، پیل شوی دی ، خو په هغو سیمو کې چې وسلوال مخالفان پکې نفوذ او سلطه لری ، دکمپاین هیڅ نښې نښانې نه ښکاری . د هغه په وینا، ویل کیږی ، په زیاتره سیمو کې به نه کمپاین ترسره شی او نه به هم د انتخاباتو دترسره کیدا کوم چانس وی . پیمان صیب زیاته کړې ، که امریکا په درست افغانستان کې د شفافو او عمومی انتخاباتو په ترسره کولو کې جدی وی ،نو دپاکستان له لارې پر طالبانو دباؤنه زیاتولی او یو نسبی امنیت ټینګولی شی ، خو لکه څنګه چې امریکا په شفافو او سالمو انتخاباتو پسې نه ده او نه غواړی ، په عمومی توګه انتخابات ترسره شی او داسې پلان جوړ شوی ، چې دامرکیا او دافغان حکومت دخوښې وړ کسان ولسی پارلیمان ته لاره ومومی .
دافغانستان د ولسی جرګې دغه اوسنی استازی د انتخاباتو د کمیشن د چمتووالی په باب هم ووئیل ، دغه کمیشن چې په نامې کې خپلواکه دی ، او په حقیقت کې د حکومت دغوښتنې او دهغه څه په اساس چې امریکا ئې غواړی عمل کوی ، او داسې ګونګوسې هم آوریدل کیږی ، چې دوی دامریکا او دکابل دحکومت دغوښتنو په اساس غواړی دبائیو میټرک سسټم څخه داستفادې په وسیله هم درغلۍ وکړی . ځکه د دغه سسټم په وسیله هم د درغلۍ کونکو لپاره لارې موجودې دی . هغه دغه راز زیاته کړې ، امریکائی حکومت کله پخپل هیواد کې حقیقی دیموکراسی نه لری ، او یا د سعودی عربستان په څیر له دیکتاتورانو ملاتړ کوی ،نو آیا په افغانستان کې په حقیقی دیموکراسۍ پسې کیدلی شی ؟ لکه څنګه چې ئې څلور کاله په مخکې شوو ا نتخاباتو کې دخپلې خوښې په اساس د افغانستان څلور کلن حکومت رامینځةکړ.نواوس هم له ورایه ښکاری دغه کاریوځل بیا تکرار کړی.
دعبدالودود پیمان په وینا ، ددیموکراسۍ ټکی یو آوزار دی ، چې امریکا خپلو موخو ته د رسیدو لپاره په نورو هیوادونو د دباؤ داچولو لپاره ورځینی ناوړه استفاده کوی .
(لیکوال : عاشق حسین طوری )