د افغانستان په هلمند ولايت راکټي حمله کښې د عامه افغانانو مرګ ژوبله
Oct 11, 2018 11:59 Asia/Kabul
د افغانستان د هلمند ولايت په استوګن سيمه په راکټي حمله کښې يولس عامه افغانان ووژل شول.
زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې د هلمند د والي وياند عمر ځواک نن وويل، د دغه ولايت په نادعلي ولسوالۍ کښې په يو کور باندې د راکټ په غورزېدو سره يولس عامه وګړي مړۀ او اته نور ژوبل شول.
افغان ځاي سرچينو بهرني ځواکونه د دغې حملې عاملان وبلل.
د ملګرو ملتو د وروستي رپوټ له مخې د روان ميلادي کال په نهو مياشتو کښې په افغانستان کښې تقريباً دوه زره شپږ سوه عامه خلق ووژل شول او پينځه زره دوه نيم سوه نور ژوبل شول.
له بلې خو د فارياب ولايت په اندخوئي ولسوالۍ کښې د افغانستان د ولسي جرګې لپاره د دغه ولايت د نامزد محمد انور باشليق په انتخاباتي کېمپ کښې د يو بم په چاودېدو سره يو تن ژوبل شو.