په بغلان کې دانتخاباتی کمیشن ۴۵ کارکونکی تښتول شوی دی
دافغانستان طالبانو له دې مخکې د افغانستان د پارلیمانی انتخاباتو په بایکاټولو او امریکائی بللو سره ګواښ کړی ؤ چې په انتخاباتو کې به اړۍ ګړۍ رامینځة کړی .
زمونږخبریال دصدای افغان خبری آژانس له قوله راپورراکړ د اافغانستان دبغلان ولایت د انتخاباتی کمیشن د ولایتی دفتر مشر عبدالقاهر صافی وئیلی بیګا طالبانو د دغه ولایت په برکه ولسوالۍ کې د دغه کمیشن ۴۵کسان تښتولی وو چې له هغوی ئې ۳۵خوشی کړی، خو لس کسان هماغه راز د طالبانو په منګولو کې ګیر دی .
د بغلان ولایت د برکه ولسوالۍ دپولیسو قوماندان محمد علی ابراهمی وئیلی دی ،تر خبر ترمخابیره کیدا پورې دبرمته شوو کسانو د برخلیک په باب هیڅ معلومات نه دی خپرۀ شوی .
دافغانستان طالبانو له دې مخکې د افغانستان د پارلیمانی انتخاباتو په بایکاټولو او امریکائی بللو سره ګواښ کړی ؤ چې په انتخاباتو کې به اړۍ ګړۍ رامینځة کړی .