په کندهار کي د مېرمنو د اقتصادي پياوړتيا ملي پروګرام پیلېږي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i79650-په_کندهار_کي_د_مېرمنو_د_اقتصادي_پياوړتيا_ملي_پروګرام_پیلېږي
د افغانستان د کندهار ولایت د کليو د بيارغوني او پراختيا رياست ريیس محمد نسیم ایوبي په ولايت مقام کښې له سرپرست والي عبدالحنان منيب سره وکتل او له هغه سره يې د مېرمنو د اقتصادي پياوړتيا په موخه د پیلېدونکي ملي پروګرام اړوند معلومات شريک کړل.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 13, 2019 11:56 Asia/Kabul
  • په کندهار کي د مېرمنو د اقتصادي پياوړتيا ملي پروګرام پیلېږي

د افغانستان د کندهار ولایت د کليو د بيارغوني او پراختيا رياست ريیس محمد نسیم ایوبي په ولايت مقام کښې له سرپرست والي عبدالحنان منيب سره وکتل او له هغه سره يې د مېرمنو د اقتصادي پياوړتيا په موخه د پیلېدونکي ملي پروګرام اړوند معلومات شريک کړل.

د افغانستان د کندهار ولایت د کليو د بيارغوني او پراختيا رياست ريیس محمد نسیم ایوبي په ولايت مقام کښې له سرپرست والي عبدالحنان منيب سره وکتل او له هغه سره يې د مېرمنو د اقتصادي پياوړتيا په موخه د پیلېدونکي ملي پروګرام اړوند معلومات شريک او ترڅنګ يې د دغه پروګرام دجنوبي زون مشر ډاکټر يعقوب سلېمان هم هغه ته ور وپېژنده.

په دغه ليدنه کي ايوبي وويل : نوموړی پروګرام د دغه رياست تر چتر لاندي د جنوبی زون په کچه د ښارونو ترڅنګ په ولسواليو کي هم فعاليت کوي چي په لومړي فيسټ کي يې د پنځو کالو لپاره د کندهار ښار ترڅنګ په ډنډ او دامان ولسواليو کښې هم د کليوالو مېرمنو لپاره د کوچنيو کاروبارونو زمينه برابرېږي.

د هغه په خبره : د دغه پروګرام لپاره د کليو پراختيا او بيا رغوني د وزارت په هڅو او ماليې وزارت په منظورۍ ( ۳۲۹ ) ميليونه افغانۍ بوديجه ځانګړې شوې ده.

په دغه غونډه کښې سرپرست والي عبدالحنان منيب دا ډول ملي پروګرامونه د مېرمنو لپاره ګټور وبلل او زياته يې کړه چي د دغو پروګرامونو په واسطه به مېرمني خپلې اقتصادي چاري په ښه ډول سنبال کړي.

ښاغلی منيب هغوي ته سپارښتنه وکړه چي د دغه پروګرام ترڅنګ دي د مېرمنو لپاره د لاسي صنايعو د توليد مرکز او يوه مارکيټ زمينه هم برابره کړي ترڅو هغوي خپلي لاسي صنايع په اسانۍ سره بازار ته وړاندي کړي.